د ملي امنیت په اړه د پارلیماني کمېټې غونډه د سهشنبې په ورځ په پارليمان کښې پیل شوه. د هېواد لوړ پوځي او سیاسي مشران په غونډه کښې ګډون کوي او سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
دا غونډه د ملي اسمبلۍ سپیکر ایاز صادق د وزیراعظم شهباز شریف په مشوره رابللې ده. غونډه په پټه توګه ده.
د پوځ مشر جنرل عاصم منیر او د استخباراتو مشر لیفټننټ جنرال عاصم ملک هم په غونډه کښې ګډون کوي. د دفاع وزیر خواجه آصف، د مالیې وزیر محمد اورنګزیب او د پلان جوړونې وزیر احسن اقبال په ګډون د مرکزي کابینې غړي هم په غونډه کښې کې دي.
د ټولو صوبو وزیر اعلی او د پولیسو مشران به هم په غونډه کښې ګډون کوي. د خیبر پښتونخوا او بلوچستان ګورنران هم په غونډه کښې دي.
د پاکستان پیپلز پارټۍ مشر بلاول بټو زرداري او د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان هم په غونډه کښې ګډون کوي.
د پاکستان تحریک انصاف پارټۍ په لومړي سر کښې د خپلو ۱۴ غړو نومونه وړاندې کړل چې په غونډه کښې به ګډون کوي. خو وروسته یې خپله پرېکړه بدله کړه او اعلان یې وکړ چې په غونډه کښې به ګډون نه کوي. پارټۍ به یې علي امین ګنډاپور د خیبر پښتونخوا د وزیر اعلی په حیث استازیتوب کوي.
د بلوچستان نیشنل پارټۍ مشر سردار اختر مینګل غونډې ته رابلل شوی وو. خو هغه هم ګډون نه کوي.
دا غونډه په وروستیو هفتو کښې په هېواد کښې د ترهګریزو بریدونو د زیاتېدو له امله رابللي شوې ده. په یوه مهمه حمله کښې پنځه سرتیري په بنو کنټ کښې شهیدان شول. په دارالعلوم حقانیه کښې د جمعې له لمانځه وروسته په چاودنه کښې مولانا حامد الحق ووژل شو. بیا ۲۶ کسان هغه وخت ووژل شول چې جعفر ایکسپریس سیبي ته نږدې وتښتول شو. د یکشنبې په ورځ لږ تر لږه پنځه کسان هغه وخت ووژل شول کله چې د ایف سي په کاروان باندې نوشکي ته نږدې بمي برید وشو.