به‌روزرسانی دربارهٔ4 hours ago

په ایران کښې د وژل شوو اتو پاکستانیانو جسدونه د پنجشنبې په سهار وختي پاکستان ته ورسېدل.

یوه ځانګړې الوتکه د مړو سره د بهاولپور په هوایي ډګر کښې شاوخوا ۳ بجې سهار ښکته شوه. بیا مړي د خښولو لپاره خپلو پلرنیو ټاټوبیو ته ولېږدول شول.

اووه قربانیان د بهاولپور د خانقاه شریف څخه وو او یو یې د ملتان د شجاع آباد څخه و.

په هوایي ډګر کښې د جسدونو د رارسیدو او لیږد اسانتیا لپاره سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو. لوړ پوړو چارواکو په شمول د بهاولپور کمشنر او ډپټي کمشنر د انتظاماتو د څارنې او د غمجنو کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندولو لپاره حاضر وو.

دا اته تنه چې د پاکستان او ایران له پولې شاوخوا ۲۳۰ کیلومټره لرې د مهرستان په ولسوالۍ کښې د موټرو د ترمیم په دوکان کښې کار کول. د اپریل په ۱۲مه ووژل شول کله چې وسله والو د هغوی په ورکشاپ برید وکړ. د بلوچ نېشنل آرمي د برید مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.

د پاکستان حکومت دغه برید په کلکه غندلی او له ایراني چارواکو یې غوښتي چې ژر تر ژره مسؤلین ونیسي او محاکمه یې کړي.  وزیراعظم شهباز شریف دا پېښه د وحشیانه ترهګریز عمل بللې او د برید د وضاحت او د عاملینو د ژر محاکمې غوښتنه یې کړې ده.

د ایران سیستان بلوچستان سیمه د نا امنۍ تاریخ لري. چې ډیری وختونه د بېلتون غوښتونکو ډلو د نشئ توکو سمګلنګ وړونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې پکې رامنځته کیږي.

نور ولولئ