به‌روزرسانی دربارهٔ3 hours ago

د پاکستان د  وزیراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د پنجشنبې په ورځ وویل چې په راتلونکو څو ورځو کښې به کابل ته سفر وکړي.

په اسلام اباد کښې د هنګري د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزیر پیټر سیجارتو سره په یوه ګډ خبري کانفرنس کښې ډار وویل چې پاکستان په دوامداره توګه د افغانستان سره د اړیکو پر ټینګولو کار کوي.

هغه زیاته کړه چې پاکستان د افغانستان لپاره یو ځانګړی استازی هم ټاکلی دی چې په کابل کښې د مسلکي ډیپلوماټ او سفیر په توګه پراخه تجربه لري.

ډار وویل چي د چمتووالي غونډې روانې دي او هیله ده چې په څو ورځو کښې زه د یوې ورځې لپاره کابل ته ځم ترڅو دا ستونزه حل کړم چې له تیرو څو کالونو راهیسې موجوده ده.

د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې وکړې چې ځانګړي استازي صادق خان کابل ته د پاکستان او افغانستان د ګډې همغږۍ کمیټې په غونډه کښې د ګډون لپاره ورسید. دا غونډه د ۲۰۲۴ کال له جنورۍ راهیسې ځنډول شوې وه.

په ورته وخت کښې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ یو بل پلاوی هم د چهارشنبې په ورځ د خبرو اترو لپاره پاکستان ته ورسید. په دې پلاوي کښې د څو څانګو غړي او د خصوصي سیکټر کارمندان هم شامل وو.

د دواړو هیوادونو اړیکې په وروستیو میاشتو کښې ترینګلې شوي دي. ځکه چې پاکستان په دوامداره توګه وايي چې د تحریک طالبان پاکستان او د بلوچستان د ازادۍ پوځ په څیر ترهګریزې ډلې په افغانستان کښې خوندي پټنځایونه لري. پاکستان د زرګونو کډوالو د بیرته ستنولو دوهم پړاو هم پیل کړی دی.

نور ولولئ