د ننګرهار د رسنیو دفتر په یوه مطبوعاتي خبرپاڼه کې ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پاکستان د تورخم له سرحدي لارې ۳۳۰ کورنیو څخه جوړ له ۱۸۰۰ څخه زیات افغان وګړي بېرته افغانستان ته ستانه کړې دي.
د بیان له مخې، بېرته راستنېدونکو کورنیو ته د افغانستان اسلامي امارت او بشري مرستندویو ادارو له لوري ۱,۰۱۱,۷۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوې ده.
دغه بېرته ستنېدل په داسې وخت کې ترسره کېږي چې پاکستان له ۲۰۲۳ کال راهیسې په هېواد کې د ناقانونه مېشتو بهرنیانو د ایستلو بهیر پيل کړی دی. د تورخم لار د دغو کسانو د ستنېدو لپاره یو مهم دهلېز بلل کېږي. خو دا سرحدي لاره لا هم د هر ډول سوداګرۍ لپاره تړلې ده، هغه له اکتوبر میاشتې وروسته چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ نښتې وشوې.



