د خيبر پښتونخوا د خيبر ولسوالۍ د تيراه په دره کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عمليات ترسره شوي چې په ترڅ کې د کالعدم تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره تړاو لرونکي لږ تر لږه پنځه ترهګر وژل شوي دي.
مقامي سرچينو وويل چې دا عمليات د شنبې او يکشنبې تر منځ شپه د ميرخېل په سيمه کې ترسره شوي. د سرچينو په وينا، وژل شوو کسانو کې دوه مهم افغان وسله وال هم شامل وو چې د ټي ټي پي سيمه ييز قومندان ابوذر تر امر لاندې فعالیت کاوه.
وژل شوو درېو وسله والو پېژندنه د احسان بدري، صهیب لزري (چې افغان تبعه وو) او د خيبر ولسوالۍ د عمر سنگري په نوم شوې ده. سرچينو زياته کړه چې د دواړو افغان وسله والو جنازې وروسته د افغانستان د ننګرهار ولايت په سیمه کې ادا شوې دي.
سرچينې زياتوي چې دغه پنځه واړه وسله وال څو ورځې مخکې د باره کامبرخېل په سیمه کې د امنيتي پوستې پر ضد په برید کې هم ښکېل وو، خو امنيتي ځواکونو دا بريد په بريالیتوب شنډ کړی و. د سرچينو په وينا، د وژل شوو ټولو ترهګرو جسدونه وروسته له هغه په يوه غار کې وموندل شول چې ويل کېدل همدلته پټ شوي وو.
دا هم څرګنده شوې چې ياد وسله وال د خلکو د سر پرې کولو ویډيوګانې جوړولې او بيا يې د وېرو د خپرولو لپاره په ټولنيزو رسنيو خپرولې.



