به‌روزرسانی دربارهٔ3 hours ago

​د خیبر پښتونخوا حکومت په خیبر ضلعې وادۍ تیرا کي د جولای په ۲۷مې نیټې د پېښې قربانیانو لپاره خاص امدادي مرستې اعلان کړي دي. د دې مرستو په بنیاد د پېښې د وژل شویو او زخمیانو کورنیو ته ۹ کروړه او ۵۰ لکه روپۍ امدادي چیکونه وویشل شول.

​د دې لپاره د تیرا تحصیل په جرګه هال کې یوه خاص غونډه جوړه شوې وه. چې د خیبر ضلعې انتظامیې یې څارنه کوله. په دې غونډه کې کمانډر ۲۷م بریګیډ بریګیډیر آصف خان، د خیبر مرستیال کمیشنر کیپټن (ریټایرډ) بلال شهید راو، د مرستیال کمیشنر (ریلیف) ارشاد علي، مرستیال اسسټنټ کمیشنر عصمت الله او د تیرا تحصیلدار محمد شباب هم وو.

​په دې غونډه کې د تیرا د مختلفو قومونو مشران، کاروباریان او نور ځایي خلک هم موجود وو. دا امدادي چیکونه د ۲۲ زیانمنو کورنیو ترمنځ وویشل شول. د دې مرستو په بنیاد د پېښې د وژل شویو کورنیو ته د هر کس لپاره یو کروړ روپۍ او زخمیانو ته ۲۵ لکه روپۍ چیکونه ورکړل شول.

​د دې مرستو مقصد د زیانمنو کورنیو سره مالي مرسته کول او د هغوی د غم کمول دي. دا امداد د حکومت له خوا د قربانیانو سره د خواخوږۍ نښه ده.

نور ولولئ