به‌روزرسانی دربارهٔ1 hours ago

د آیی ایس پي آر په وینا امنیتي ځواکونو د ستمبر د میاشتې د ۱۴مې او ۱۵مې نیټې په منځنۍ شپه د بلوچستان په خضدار ضلعي کې یو بریالی استخباراتي عملیات ترسره کړو. دا عملیات د هندي استخباراتي ادارې پراکسي فتنہ الہندستان سره د تړلو ترهګرو د شتون په اړه د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته پیل شول.

​د آی ایس پی آر په وینا په عملیاتو  کې امنیتي ځواکونو د ترهګرو پټنځای په سمه توګه کلابند کړه او د ډزو له سخت تبادلې وروسته یې پنځه ترهګر ووژل چې د هند لخوا یې ملاتړ کېده. د دغو ترهګرو له پټنځایه په لویه اندازه وسلې، مهمات او چاودیدونکي توکي هم ترلاسه شول چې په سیمه کې په ګڼو ترهګریزو فعالیتونو کې ښکیل وو.

​د آی ایس پی آر په وینا په سیمه کې د پاتې نورو ترهګرو د له منځه وړلو لپاره پلټنې روانې دي. دوی زیاته کړه چې د پاکستان امنیتي ځواکونه له هیواده د هند لخوا ملاتړ شوې ترهګرۍ د لمنځه وړلو لپاره هوډمن دي او دوی د ملت د دې نه بدلیدونکي عزم بیا تکراروي چې ترهګر به عدالت ته وسپارل شي.

نور ولولئ