به‌روزرسانی دربارهٔ12 hours ago

​د خیبر پښتونخوا د شمالي وزیرستان په سپین وام تحصیل کې د اوږدمهاله امن او امان د ټینګښت لپاره یوه مهمه جرګه وشوه. د دغه جرګې مشري د بدر رایفلز کمانډنټ کوله. چې د میر علي اسسټنټ کمشنر، وینګ کمانډر، د سپین وام ډسټرکټ پولیس افسر او د سیمې مخورو پکې ګډون کړی وو.

​د جرګې مقصد دا وه چې ځايي مشران د ترهګرو عناصرو له فعالیتونو څخه خبر کړي او هغوی وهڅوي چې د امن په ټینګښت کې خپله برخه واخلي. د بدر رایفلز کمانډنټ وویل چې ځايي مشران او سپین ږیري کولای شي په سیمه کې د ټولنیز ثبات او امن په ټینګولو کې مهم رول ولوبوي.

​جرګې ته په لنډه توګه وویل شول چې ترهګر عناصر هڅه کوي چې ځینې جوماتونه د خپلو مرکزونو په توګه استعمال کړي. دا ډېره د اندېښنې وړ خبره ده. کمانډنټ په د خبره څرګنده کړه کړه چې داسې کارونه به په هېڅ صورت ونه زغمل شي. هغه قومي مشرانو ته خبرداری ورکړه چې د ترهګرو ملاتړ یا هغوی ته پناه ورکول به سختې پایلې ولري.

​په جرګه کې د خوارجو او د هغوی د ملاتړ کوونکو خلاف د سختو اقداماتو په اړه هم خبرې وشوې. چې د هغوی د کورونو د نړولو وړاندیز هم پکې شامل وو. ګډونوالو د خلکو په مرسته د سیمې د خوندي کولو لپاره د عملي ګامونو په اخیستو هم هوکړه وکړه.

​د دې سره په جرګه کې د دوو شکمنو کسانو د خوشې کولو او د ځايي خلکو د ستونزو د حل لپاره د ځانګړو ګامونو په اړه هم توافق وشو.

​په پای کې د سیمې مشرانو د ترهګرۍ د ختمولو او د امن او امنیت د ټینګښت لپاره د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړو. چې له دې څخه دا جوتېږي چې د خلکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ همکاري لا پیاوړې شوې ده.

نور ولولئ