به‌روزرسانی دربارهٔ11 hours ago

د خیبر پښتونخوا په جنوبي برخه کرک او بنو کې د ترهګرو لخوا پر پولیسي پوسټو بریدونه ناکام کړای شوي دي. د دې بریدونو په ځواب کې ترهګر تښتیدلي او درې پولیسان پکې ژوبل شوي دي.

​د جزیاتو له مخې د کرک ضلعي د بانډه داود شاه په ګرګري سیمه کې په پولیس سټېشن باندې تېره شپه نامعلومو شرپسندو برید وکړو. د کرک پولیسو ویاند وویل چې د پولیسو کلک ځوابي عملیاتو په نتیجه کې شرپسندو د تېښتې لاره خپله کړه. د دې پېښې له خبرېدو سره سم ځايي خلک هم د پولیسو مرستې ته ورسېدل. د کرک ډي پي او شهباز الهي دا برید غندلی او ویلي یې دي چې بزدلو شرپسندو د شپې له تیارې ګټه پورته کړه او برید یې وکړو. خو زمونږ زړورو ځوانانو برید ناکام کړو.

​په هم دی وخت کې په بنو کې هم پر میرین تاڼې او د نورړ مزانګې په پولیسي پوسته د ترهګرو لوی برید په شا وتمبول شو. ځايي سرچینو ویلي چې وسله والو له اتومات او درنو وسلو پوسټ په نښه کړو. خو پولیسو سمدستي او مؤثره ځوابي عملیات وکړل. ډي پي او سلیم خان کلاچي وویل چې د پولیسو له کلک مقاومت وروسته وسله وال وتښتېدل. نوموړي زیاته کړه چې ډیر شمېر بریدګر ژوبل یا وژل شوي چې ملګرو یې له ځان سره وړي دي. په دې برید کې درې پولیسان هم لږ څه ژوبل شوي دي.

​له پېښې وروسته پولیسو په سیمه کې پلټنې پیل کړې دي. ډي پي او وویل چې د بنو په خاوره کې به د ترهګرو موجودیت په هیڅ صورت کې ونه زغمل شي.

​دا پېښې ښیي چې پولیس په سیمه کې د امن او نظم ټینګولو ته ژمن دي او د شرپسندو د هرې هڅې د ناکامولو لپاره چمتو دي.

نور ولولئ