به‌روزرسانی دربارهٔ1 hours ago

د هېواد لوړ پوځي مشر به به د سه شنبې په ورځ قانون جوړونکو ته د چټک بدلون په حال کښې د امنیتي حالت په اړه معلومات ورکړي.

د قومي اسمبلۍ سپیکر ایاز صادق د وزیراعظم شهباز شریف په مشوره د قومي اسمبلۍ د قامي امنیت کمېټۍ غونډه رابللې ده. دا غونډه به د سه شنبې په ورځ د ماسپښین په ۱:۳۰ بجو ترسره کیږي.

څرنګه چې د قامي امنیت په اړه پارليماني کمېټې په رسمي توګه نه ده جوړه شوې نو د دفاع او خارجه چارو د دایمي کمېټو غړي، د کابینې وزیران او استازي به په غونډو کښې ګډون وکړي.

ټاکل شوې ده چې ټول څلور واړه وزیراعلیٰ به هم په دې غونډه کښې ګډون وکړي. په داسې حال کښې چې لوړ پوځي چارواکي به برخه اخیستونکو ته معلومات ورکړي. تمه کیږي چې غونډه به په بندو دروازو تر سره شي.

دا غونډه په هېواد کښې په وروستیو هفتو کښې د ترهګریزو بریدونو د نوې څپې په منځ کښې رابلل شوې ده. په تېره یوه میاشت کښې د بنو په کنټونمنټ باندې ترهګرو برید کړی و، چې له امله یې پنځه سرتیري شهیدان شوي وو. امنیتي ځواکونو په ځوابي عمل کښې ۱۶ ترهګر له منځه وړي وو.

وروسته مولانا حامد الحق په اکوړه خټک کښې په دارالعلوم حقانیه کښې په یوه ځانمرګي برید کښې شهید شو. څو ورځې وروسته جعفر ایکسپریس په سیبي کښې د ترهګرو لخوا وتښتول شو. چې له امله یې د وسله والو ځواکونو د ۱۸ غړو په ګډون ۲۶ مسافر ووژل شول. په پایله کښې عملیاتو کښې ۳۳ ترهګر له منځه وړل شوي وو.

وزیراعظم شهباز شریف له برید وروسته کوېټه ته د سفر پر مهال په هېواد کښې د ترهګرۍ پر وړاندې د یو موټي دریځ غوره کولو غوښتنه کړې وه.

وزیراعظم زیاته کړې وه: تر هغه وخته په پاکستان کښې سوله نه شي ټینګېدای تر څو چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کښې ترهګري په بشپړه توګه له منځه نه وي وړل شوې.

نور ولولئ