په بلوچستان کښې د اتوار په ورځ په امنيتي ځواکونو يو ځانمرګی بريد وشو. له امله يې درې عسکر او دوه عام کسان هم شهيدان شول. خو په ځوابي عملياتو کښې درې ترهګر هم ووژل شول.
دغه قافله له نوکنډي څخه کويټه ته روانه وه او ټول اته ګاډي پکښې شامل وو. خو يو ځانمرګي بريدګر نوشکي ته نږدې په دغه قافله چاودېدونکي چېزونو ډک ګاډی ورټکر کړ.
آئي اېس پې آر په يو بيان کښې وويل: په نوشکي ضلع کښې يو ځانمرګي بريدګر په امنيتي ځواکونو چاودنه وکړه.
د دې بريد په نتيجه کښې درې عسکر شهيدان شول. ده شهیدانو نومونه حوالدار منظور علي، حوالدار علي بلاول او نائک عبدالرحيم دي. دوه عام ډرائيوران، جلال الدين او محمد نعيم هم شهيدان شول. خبري رسنيو راپور ورکړی چې په دې بريد کښې لږ تر لږه ۴۰ سرتیري هم ژوبل شوي دي.
آئي اېس پې آر وويل: وروسته د تلاشۍ د عملياتو په ترڅ کښې ترهګر تعقیب شول او له سختې ډزو وروسته درې ترهګر د امنيتي ځواکونو له خوا په مؤثره توګه له منځه یوړل شول. په خبرپاڼه کښې زياته شوې چې په سيمه کښې به د تلاشۍ عمليات جارې وي او د دې ناوړه او بزدلانه عمل مرتکبين به د قانون منګولو ته سپارل کيږي.
دا بريد وروسته له هغې کيږي چې ترهګرو د کويټه څخه پېښور ته تلونکی جعفر ايکسپريس ريل ګاډی د سيبي ته نږدې وتښتوه. په دې بريد کښې ټول ۲۶ کسان ووژل شول. مخکې له دې چې امنيتي ځواکونو د ژغورنې عمليات پيل کړل او ۳۳ ترهګر يې له منځه يوړل.