به‌روزرسانی دربارهٔ5 hours ago

د هند او افغانستان د خارجه چارو وزيرانو په داسې وخت کې په ټيلفون خبرې کړي چې د پاکستان او هند تر مېنځه جګړه شوې او اوس اوور بند دې۔
د هند د خارجه چارو وزير جې شنکر په خپل اېکس پاڼه ليکلي د افغانستان د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي سره يې ښې خبرې شوي دي او دهغه د پالګرام د پېښې د غندنې ستاينه کوي خو د افغانستان د خارجه چارو د وزارت لخوا په جاري شوي بيان کې دغسې کومه خبره نه ده شوې۔
د افغانستان د خارجه چارو وزارت لخوا په جاري شوې بيان کې ويلي شوي د جې شنکر سره د تجارت په زياتوالي، ډپلوماټک اړيکو، قېديانو په خوشې کولو، د وېزو پالسۍ او د چاه بهار بندر په اړه خبرې شوي دي۔ د افغانستان د بمبۍ کونسلېټ په اېکس پاڼه د پالګرام يا د پاکستان په اړه کوم نورو خبرو په اړه څه نه دي ليکل شوي۔
د روان کال د اپرېل په مياشت کې د هند د خارجه د وزارت د افغانستان، پاکستان او د ايران د څانګې عمومي رئيس انند پرکاش کابل تللې وو او د افغانستان د خارجه چارو وزير امير خان متقي سره يې ليدلي وو، په د افغان طالبانو لخوا د دغه ملاقات په اړه جاري شوي بيان کې هم ويلي چې زياتره خبرې د تجارت په اړه شوي دي۔
څيړونکي وايي د هند د افغانستان په اړه پاليسي د دوه مخۍ ښکار ده، يو خوا په هند کې د مسلمانو سره ظلمونه او زياتي روان دي او بلخوا د افغانستان په څېر اسلامي رياست سره غواړي چې ښې اړيکي ولري۔ څيړونکي او خبريال فخر کاکا خېل خبر کده ته وويل ” يو اړخ ته د هندوستان مرکزي مشران، د هند دولت او د هند اولس د اسلام دشمنۍ په نوم په ګرده نړۍ کې شهرت لري او هغه (ظلمونه) مونږ د هندوستان دننه هم ګورو، او په هند کې سخت دريزه هندوان په چوکيو ناست دي هغوي څنګه په افغانستان کې، چرته چې سخت دريزه اسلامي ډله (افغان طالبان) په واک کې ده نو هغوي سره دوي څنګه اړيکي وساتي”
نوموړي زياته کړه دا اړيکي به د افغانستان او هندوستان د دواړو د پاره مسلې جوړې کړي ځکه چې په افغانستان کې د داعش په شکل کې يو لوي خطر موجود دې۔ فخر کاکاخېل وويل د داعش په تشهري موادو کې ليدل کيږي چې داعش د طالبانو په طرز حکومت او د هند سره په اړيکو باندې نيوکې کيږي
“داعش خپل اړخ ته د افغانستان زلمې کول متوجه کوي چې د طالبانو حکومت تش په نوم يو اسلامي حکومت دې ځکه چې طالبان يو داسې دولت (هندوستان) سره اړيکي ساتي چرته چې مسلمانانو باندې ظلم کيږي او وژل کيږي”
څيړونکي وايي د هند او افغان طالبانو اړيکي به په افغانستان کې د داعش بيانيي ته وده ورکړي او د افغانستان د پاره امنيتي ستونزو کې نور هم زياتوالې راشي۔
څيړونکي وايي هند او افغانستان ته د خپلو جدا جدا بيانونو ورکولو په اړه سپيناوې پکار دې چې په دې ټيلفونې خبرو کې څه ويل شوي دي اوپه کومو مضوعاتو باندې پکې خبرې شوي دي۔

Author

نور ولولئ