په ټول هېواد کښې د مارکهِ حق او اپرېشن بنيان مرصوص کښې د هېواد د کامیاب دفاع په خوشحالۍ کښې د شکرانې ورځ لمانځل کېږي.
نن ورځ په اسلام اباد کښې ۳۱ ډزو او په ټولو صوبائي پلازمېنو کښې ۲۱ ډزو سره پيل شوه. په ټول هېواد کښې خاص بيرغ پورته کولو دستورې هم وشوې او وزيراعظم شهباز شريف په اسلام اباد کښې بيرغ پورته کړو.
هغه وويل چي نن د شکرانې ورځ په ټول هېواد کښې د دې لپاره لمانځل کېږي چې الله پاک ته د پاکستان په برياليتوب او د هند د ښکاره تيري او پارونې خلاف د فتحې شکريې ادا کړي.
د قائداعظم او علامه اقبال په مزارونو به د ساتونکو د بدلولو دستورې ترسره شي. د شهيدانو په يادگارونو به ګلونه هم کېښودل شي.
په اسلام اباد کښې به يوه خاص دستوره وي. چې وزيراعظم شهباز شريف به يې ميلمه وي. د فوج هوايي ځواک او بحريې مشران به هم موجود وي.
د شکرانې د ورځې په مناسبت به په ټول هېواد کښې خاص دعاګانې هم کېږي. په ټول هېواد کښې به د دې ورځې په نښه کولو لپاره جلوسونه هم جوړېږي.
