د افغانستان لپاره ځانګړی استازی صادق خان د چهارشنبې په ورځ کابل ته یو ورځنی سفر وکړ ترڅو د پاکستان او افغانستان د ګډې همغږۍ کمیټې غونډه وکړي.
د دې غونډې پخلی د افغانستان د لنډمهاله حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد کړی دی. مجاهد وویل چې د دفاع وزارت مرستیال ملا عبدالقیوم ذاکر به د افغان پلاوي مشري وکړي.
صادق په خپله ایکس پاڼه لیکلي دی چي د JCC غونډه له ډېرې مودې ځنډ وروسته ترسره کېږي.
دا به د JCC خبرو اترو دویم پړاو وي چې د ۲۰۲۴ کال له جنورۍ میاشتې راهیسې ځنډېدلي دي. JCC یو میکانیزم دی چې د دواړو هېوادونو له خوا د دوه اړخیزو همکاریو د ښه کولو او د سرحدي شخړو د حل لپاره جوړ شوی دی.
په ورته وخت کښې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ یو پلاوی به نن پاکستان ته د خبرو اترو لپاره سفر وکړي. د عزیزي په مشرۍ پلاوي کښې به د اقتصادي چارو لپاره د لومړي وزیر د مرستیال بهرنیو چارو، مالیې، کډوالو چارو، ترانسپورت او هوايي چلند، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ د دفترونو استازي شامل وي. په دې پلاوي کښې د پانګونې د اسانتیا ریاست او همدارنګه د خصوصي سیکټر غړي هم شامل دي.
په یوه غیر معمولي پرمختګ کښې د افغانستان قونسل جنرال حافظ محب به نن وروسته یوه خبري غونډه وکړي.
د JCC غونډه په داسې وخت کښې ترسره کیږي چې د پاکستان او افغانستان په اړیکو کښې یو شمیر نوي پرمختګونه رامنځته کیږي.
د تورخم پوله له نږدې یوې میاشتې تړلو وروسته د دواړو خواوو له پراخو هڅو وروسته په مارچ میاشت کښې پرانیستل شوه. په ورته وخت کښې پاکستان لا هم وايي چې په پاکستان کښې فعال ترهګر په شمول د تحریک طالبان پاکستان او د بلوچستان د ازادۍ لښکر په افغانستان کښې خوندي ځالې لري.
پاکستان په اپریل میاشت کښې له هیواده د افغان کډوالو د ایستلو دویم پړاو هم پیل کړی دی. تر دې دمه په زرګونه کډوال په شمول هغه کسان چې اسناد یې نه لرل او هغه کسان چې د افغان اتباعو کارتونه یې لرل. هغه له هیواده ایستل شوي دي. مرکزي حکومت دا هم اعلان کړی دی چې هغه افغان کډوال چې د ثبت سندونه (Proof of Registration cards) لري هم به د جون میاشتې وروسته له هیواده وایستل شي.
صادق خان چې کابل ته د تلونکي پلاوي مشري کوي. په دې وروستیو کښې ویلي چې له افغانستان سره د اړیکو د ښه کېدو لپاره به د TTP مسله حل شي.