به‌روزرسانی دربارهٔ4 hours ago

د خیبر پښتونخوا د ملاکنډ ضلعې په بټ خېله سیمه کښې د جمعیت علمائے اسلام ضلعي امیر مفتي کفایت اللہ په کور ډزې شوې دي. د پېښې له امله د هغه لور او زوی وژل شوي او خپله مفتي کفایت اللہ او د هغه میرمن ټپیان شوي دي.

​د لیویز چارواکو په وینا دغه پېښه د کورنۍ شخړې له امله رامنځته شوې او ډزې د مفتي کفایت اللہ خپل زوی عصمت اللہ د لیویز ځواکونو غړی و. په دې پېښه کښې عصمت اللہ او د هغه خور په ځای وژل شوي دي.

​ځايي سرچینو ویلي چې له ډزو وروسته بریدګر په تېښته بریالی شوی دی. د وژل شویو کسانو مړي او ټپیان سمدستي د بټ خېلې روغتون ته لېږدول شوي دي. چېرته چې د روغتون سرچینو ویلي چې اوس د مفتي کفایت اللہ حالت له خطر څخه بهر دی. خو د هغه د مېرمنې حالت لا هم نازک دی. لیویز ځواکونو د پېښې په اړه پلټنې شروع کړې دي.

نور ولولئ