به‌روزرسانی دربارهٔ12 hours ago

د لکي مروت په طبی مراد سیمه کښې تیره شپه وسله والو کسانو د پولیس افسر طفیل پر کور برید وکړ. د برید په ترڅ کښې پولیس افسر مقابله شروع کړه. په دې نښته کښې د طفیل پلار په سر په مرمۍ ولګید او په ځای یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

​د پولیس افسر طفیل په زړورتیا له بریدګرو سره مقابله وکړه او هغوی یې تېښتې ته مجبور کړل. پولیس افسر طفیل په دې برید کښې روغ پاتې شوی.

​د یادولو وړ ده چې په تېره یوه اوونۍ کښې په لکي مروت پرله پسې بریدونه کېږي.

​د لکي مروت د صدر تاڼې په حدودو ناجیه آباد سیمه کښې هم نامعلومو کسانو پر یو کس ډزې کړې دي. د ډزو په نتیجه کښې تنویر الله نومې یو ځوان چې د یوه دوکان مخې ته ناست و. هغه سخت ټپي شوی دی. نوموړی په سخت ټپي حالت کښې هسپتال ته رسولي شوی دی.

نور ولولئ