په خیبر پښتونخوا، ګلګت بلتستان، او آزاد کشمیر کښې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله ۳۳۸ کسان مړه او ګڼ شمېر ټپیان شوي دي. په خیبر پښتونخوا کښې د مړو شمېر له ۳۰۰ څخه زیات دی.
نیشنل ڈیزاسټر مینجمنٹ اتھارټي (NDMA) وایي چې په دې دریو واړو سیمو کښې ۱۱۶ کورونه په مکمله یا نیمه توګه ویجاړ شوي دي.
د موبایل ټاورونو د خرابېدو له امله اړیکې پرې شوي او ډېرې سیمې له نړۍ سره اړیکې نه لري.
د خیبر پښتونخوا حکومت یو هیلي کاپټر چې مرستې یې لېږدولې، په خراب موسم کښې رالوېدلی چې له امله یې ۵ کسان مړه شوي دي.
وزیراعظم شهباز شریف د سمدستي مرستو امر کړی او ویلي یې دي چې NDMA دې اغېزمنو سیمو ته خېمې، درمل او خوراکي توکي ورسوي.
د پاکستان پوځ هم په سوات او باجوړ کښې مرستې کوي. په بونیر کښې سړکونه او زیربنا په بشپړه توګه ویجاړ شوي او ټول کلي له منځه تللي دي. روغتونونه د ټپیانو او مړو د زیاتېدونکي شمېر له امله له ستونزو سره مخ دي.
په آزاد جموں کشمیر کښې هم سېلابونو پلونه وړي او سړکونه یې بند کړي چې له امله یې سیلانیان بند پاتې دي. ګلګت بلتستان کښې هم فصلونو، کورونو او زیربنا ته زیات زیان رسیدلی دی.
د موسمي بارانونو د اوږدوالي له امله وضعیت لا خراب شوی دی. چارواکو خبرداری ورکړی چې په راتلونکو ۱۵ ورځو کښې به بارانونه نور هم زیات شي. ساینس پوهان وایي چې د دې سختو بارانونو علت موسمي بدلون دی.
حکومت په بونیر کښې بیړنی حالت اعلان کړی او په نورو اغېزمنو سیمو کښې هم بیړني اقدامات شوي دي. په آزاد کشمیر کښې د ځمکې ښویېدو له وېرې ښوونځي تړل شوي دي. سږ کال په ټول پاکستان کښې د بارانونو له امله د مړو شمېر له ۵۰۰ څخه اوښتی دی.