به‌روزرسانی دربارهٔ6 hours ago

نن شورو (چار شنبه) په ورځ د بلوچستان په قلات کښې نامعلومو کسانو په یو مسافر وړونکي بس ډزې کړې. چې له امله یې لږ تر لږه اوه کسان ژوبل شوي دي.
دا بس له کویټې څخه کراچۍ ته روان و. چې په قلات کښې نیمرغ کراس ته نږدې نامعلومو کسانو پرې ډزې وکړې.
د پېښې له انځورونو څخه ښکاري چې خلک ژوبل دي او بس د سړک غاړې په شنو بوټو کښې غورځېدلی دی.
ژوبل شوي کسان کویټې ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي. پولیسو پلټنې پیل کړې دي.

نور ولولئ