اسلام آباد هائی کورټ پاکستاني حکومت ته حکم کړی چې په ۳۰ ورځو کښې دننه د هیواد د توهین مذهب قوانینو د غلط استعمال په اړه د تحقیقاتو لپاره یو کمیشن جوړ کړي.
محکمې دا حکم د سه شنبې په ورځ د یوه داسې کیس د اوریدنې پر مهال صادر کړ چې په دې اړه یې د څیړنې غوښتنه کړې وه.جج سردار اعجاز اسحاق خان حکم کړی چې کمیشن باید خپلې څیړنې په څلورو میاشتو کښې دننه بشپړې کړي او که اړتیا وي.
د محکمې څخه د تمدید اجازه اخیستل کیدی شي. جج ټینګار وکړ چې د محکمې اساسي موخه د کمیشن د جوړیدو قانوني حیثیت معلومول وو او په پای کښې وړاندې شوي دلایل د هغه د جوړیدو لپاره کافي وګڼل شول.د محکمې دا پریکړه د کومل اسماعیل د ورکیدو په اړه د اندیښنو وروسته وشوه. چې داسې یوه مهمه څیره ده چې ادعا کیږي د مذهب توهین په تورونو کښې د خلکو په ښکیلتیا کښې لاس لري.
اسلام اباد هائی کورټ له دې مخکې د هغې د ملي شناختي کارت د بندولو امر کړی و ځکه چې هغې په محکمه کښي شتون نه درلود.که څه هم چارواکو تایید کړې چې د هغې په نوم ثبت شوي څلور سیم کارډونه د نومبر راهیسې غیر فعال دي او هغه د وتلو کنټرول لیسټ کښې ده. خو د هغې ځای لاهم معلوم نه دی. چې د هغې د خوندیتوب په اړه یې اندیښنې زیاتې کړې دي.
جج د تحقیقاتو په اغیزمنتیا پوښتنه وکړه او د شواهدو په راټولولو او تحلیل کښې یې د ژورتیا نشتوالی په ګوته کړ.محکمې په یوه اړونده قضیه کښې د تحقیقاتو طرزالعمل هم وڅیړه او د تورن نایک محمد پر وړاندې راټول شوي شواهدو په ناکافیت یې پوښتنه وکړه.
چا چې ادعا کړې وه چې هغه تورن شوی دی. محکمې تضادات په ګوته کړل. د دې یادونه ئي هم پکې شامله کړه چې شکایت کوونکي د شکایت ثابتولو څخه لږ وخت دمخه له تورن سره اړیکه نیولې وه.