به‌روزرسانی دربارهٔ11 hours ago

د بلوچستان صوبې په مستونګ ضلع کښې د بلوچستان کانسټبلري پر موټر بمي برید وشو. چې لږ تر لږه درې چارواکي پکې ووژل شول.

دا چاودنه د سه شنبې په سهار د مستونګ په دشت سړک د کند مهسوري په سیمه کښې وشوه. چاودېدونکي توکي په یوه موټر سایکل کښې ځای پر ځای شوي وو او د ریموټ کنټرول په واسطه وچول شول.

په دې برید کښې لږ تر لږه درې چارواکي ووژل شول او دوه نور سخت ټپیان شول.

دا چارواکي د لکپاس سره نږدې د بلوچستان نیشنل پارټی په پرلت کښې ګمارل شوي وو او له دندې څخه بیرته راستنیدل چې برید پرې وشو.

ټپیان کویټې ته لیږدول شوي دي.  چیرې چې د بولان میډیکل کالج او سیول روغتون کښې بیړنی حالت نافذ شوی دی.

د بلوچستان  وزیراعلیٰ سرفراز بګټي دا برید وغانده او د روغتیا وزیر بخت کاکړ ته یې امر وکړ چې ټپیانو ته د مناسبې طبي پاملرنې ډاډ ورکړي.

نور ولولئ