د خیبر پښتونخوا په جنوبي وزیرستان لوئر ضلع برمل په علاقه کې سیکیورټي فورسز د یوې لویې پیښې مخنیوی وکړو. د سیکیورټي فورسز بم ډسپوزل (بي ډي) ټیم د بادشاه جان کوټ ته نږدې نصب شوې یوه بوشکه په کامیابه توګه ناکامه کړه. د پولیسو سرچینو مطابق دغه بوشکه د وسله والو لخوا په شپه کې د سیکیورټي فورسز په نښه کولو لپاره ایښودل شوې وه.
د پولیسو سرچینو ویلي چې د اطلاع ترلاسه کولو وروسته سیکیورټي فورسز په سمدستي توګه اقدام وکړو. د علاقې محاصره یې وکړه او د بم ډسپوزل سکواډ یې راوغوښتو.
د پولیسو په وینا بي ډي ټیم په ډیر مسلکي مهارت سره دغه بارودي مواد معاینه کړل او د کنټرول شوي چاودنې له لارې یې ناکامه کړل.
په دغه عملیاتو کې یوه زوروره چاودنه وشوه. چې غږ یې لرې لرې واوریدل شو. خو چارواکو تایید کړې چې هیڅ ډول جاني یا مالي زیان نه دی رسیدلی. پولیسو ویلي چې دا په وخت اقدام د عوامو د ساتنې لپاره د سیکیورټي فورسز او قانون نافذ کوونکو ادارو د پرله پسې هڅو بله بیلګه ده.
پولیسو زیاته کړه چې سیکیورټي فورسز په علاقه کې د شکمنو کسانو د موندلو لپاره د تلاشي عملیات پیل کړي دي.