به‌روزرسانی دربارهٔ2 hours ago

د ګل (دوشنبې) په ورځ د بلوچستان په کیچ ضلعي کې د یوې چاودنې په پایله کې د یوه کپټان په ګډون د پاکستان د پوځ پنځه سرتېري شهیدان شوي دي.

​دغه چاودنه د دشت او مند ترمنځ د امنیتي ځواکونو پر موټر شوې ده.
​د چاودنې له امله کپټان وقار کاکړ، نایک جنید، نایک عصمت، لانس نایک خان محمد او سپوی ظهور شهیدان شوي دي.

​له پېښې وروسته امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او پلټنې یې پیل کړې دي.

نور ولولئ