به‌روزرسانی دربارهٔ1 hours ago

وزیراعظم محمد شهباز شریف نن ورځ د ګل (دوشنبې) په ورځ د قطر دارالخلافه دوحې ته د یوې ورځنۍ رسمي غونډې لپاره لاړو. هغه به په یوې بېړنۍ عرب اسلامي سرمشریزې غونډه کې ګډون وکړي. دا غونډه په دوحې باندې د اسرائيلو د هوایي بریدونو او په فلسطین کې د خرابېدونکي وضعیت په اړه رابلل شوې ده.

​د راډیو پاکستان په وینا د وزیراعظم سره په پلاوي کې د دفاع وزیر خواجه آصف، د اطلاعاتو او خپرونو وزیر عطاالله تارړ، او خاص معاون طارق فاطمي شامل دي. مرستیال وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار لا دمخه په دوحه کې دی او د غونډې د تیاریو لپاره یې په بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کې ګډون کړی دی.

​په دې غونډه کې آرګنایزیشن آف اسلامک کنټریز (OIC) د غړو هېوادونو د حکومتونو او دولتونو مشران او لوړ پوړي چارواکي ګډون کوي. پاکستان دې غونډې ته ډېر اهمیت ورکوي او د قطر او نورو سیمه ییزو هېوادونو په وړاندې یې د اسرائيلو تیری په کلکه غندلی. د وزیراعظم شهباز شریف دا سفر له قطر سره د پاکستان قوي یووالي او په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره د پاکستان ژمنه ښیي.

​د معلوماتو له مخې د وزیراعظم شهباز شریف نه علاوه د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او د عراق وزیراعظم محمد شیاع السوداني به هم په دې غونډه کې ګډون کوي. د ترکي رسنیو په وینا د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوان هم په دې کې د ګډون تمه ده. د فلسطین ولسمشر محمود عباس هم له غونډې مخکې د اتوار (یکشنبې) په ورځ دوحې ته رسېدلی.

​تمه ده چې د دې سرمشریزې غونډې څخه به یو قوي ګډه اعلامیه خپره شي. په دې اعلامیه کې به د اسرائيل اقدامات وغندل شي او د ستونزې د حل لپاره به په ډله ایزو اقداماتو ټینګار وشي. دا غونډه د مسلم امت د یووالي او د سیمه ییزې سولې د ټینګولو لپاره یو مهم ګام ثابتېدای شي.

نور ولولئ