په ډیره اسماعیل خان کښې د تحصیل کلاچي د ګریډ سټیشن په څنګ کښې د پولیسو د ایساېچاو پر موټر د وسله والو خوارجو برید شوی دی. په برید کښې د ایساېچاو اسلم خان او د هغه محافظه کوونکی ټپي شوي دي.
د پولیسو په وینا د وسله والو او پولیسو ترمنځ ډزې وشوی. د پېښې ځای ته د پولیسو درنه ځواک او امنیتي سرتېري ورسیدل او ترهګر په شا و تمبول شول.
چارواکي وایي چې د وضعیت د کنټرول لپاره امنیتي تدابیر سخت شوی دی او ترهګر په شا تمبول شوی دی.