د جمعیت علمائے اسلام یو ضلعې مشر مولانا عبداللہ ندیم هغه وخت زخمي شو کله چې په جنوبي وزیرستان کښې ده اعظم ورسک په سيمه کښې په سړک باندې په یو جومات کښې بم وچاودیده۔
بم د جمعې د لمانځه په وخت کښې د مولانا عبدالعزیز په جومات کښې محراب ته نږدې وچاودیده۔
ډیر نور خلک هم زخمیان شوي دي او د وانا ضلعې مرکز ته رسولی شوي دي۔