پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مخې اسحاق ډار او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د پاکستان او امریکا د اړیکو پر مثبت بهیر خوښي څرګنده کړې ده. دواړو مشرانو د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا او د سیمه ایزو او نړیوالو مسایلو په اړه هم خبرې کړې دي. دواړو ژمنه وکړه چې په بېلا بېلو برخو کې به خپلې دوه اړخیزې اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.
په بله ټیلیفوني خبرو کې د پاکستان مرستیال وزیراعظم اسحاق ډار د مصر د بهرنیو چارو له وزیر ډاکټر بدر عبدالعاطي سره خبرې کړې دي.
دواړو مشرانو په دوحه کې د اسرائیلو بې دلیله بریدونه په کلکه غندلي او د اتوار (یکشنبې) په ورځ د ستمبر په ۱۴مه په دوحه کې د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) د بهرنیو چارو د وزیرانو شورا د غونډې پر جزئیاتو او کړنلاره یې خبرې کړې دي.
د یادونې وړ ده چې اسراییلو د نهي (سه شنبې) په ورځ د قطر په دارالخلافه دوحه کې د حماس پر مشرانو برید وکړو چې له امله یې د حماس پنځه غړي او یو قطري امنیتي سرتیری ووژل شو. دغه برید د خلیجي هېوادونو په ګډون د ټولې نړۍ له خوا په کلکه غندل شوی دی.