د فیډرل حکومت د فیډرل کانسټبلرۍ (FC) په اړه چې پخوا یې نوم فرنټیر کانسټبلرۍ و. یو وضاحت ورکړی دی. حکومت ټینګار کوي چې ایف سي بیا له جوړولو سره سره فدرالي پولیسي ځواک نه دی. دا بدلون چې د فرنټیر کانسټبلرۍ (بیا تنظیم) آرډیننس، ۲۰۲۵ له لارې شوی. یوازې د دې ځواک د مشرتابه جوړښت او عملیاتي موثریت ښه کولو باندې تمرکز کوي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر طلال چوهدري د دوشنبې په ورځ په یوه مطبوعاتي کانفرنس کښې وویل چې ایف سي به خپل هویت وساتي او د فدرالي حکومت تر څارنې لاندې به فعالیت کوي. لکه د نورو قانون پلي کوونکو ادارو په څیر. هغه وویل چې د ايف سي لپاره به له ټول هیواد څخه خلک استخدام شي او دا بیا رغونه د رینجرز او پولیسو سازماني ماډلونو ته ورته ده.
چوهدري وویل چي دا آرډیننس په ډیر احتیاط سره جوړ شوی. نوم یې بدل شوی او د بیا رغونې پروګرام یې جوړ شوی. دا ځواک د کورني او ملي امنیت لپاره هم دی او بودیجه به یې پر هیڅ ولایت بوج نه وي. د دې ځواک ټوله بودیجه به فدرالي حکومت ورکوي.
دا آرډیننس چې د پارلیمان د رخصتۍ له امله د ولسمشرۍ په امر منظور شوی. د پارلیمان له پیل کیدو وروسته به د بحث لپاره وړاندې شي. هغه ولایت چې د ايف سي خدمات کاروي. په هغه ولایت کښې به د دې ځواک واکونه وټاکي.
د ایف سي قوماندان ریاض نذیر ګارا د بیا رغونې جزئیات ورکړل او ویې ویل چې دا ځواک به ۴۱ وینګونه ولري. ۳۶ وینګونه به د امنیتي څانګې برخه وي چې موجوده ايف سي پرسونل به پکې شامل وي. پاتې شپږ وینګونه به د فدرالي ریزرو څانګه جوړوي. چې پنځه به یې د بلوا ضد عملیاتو لپاره او یو به د مهمو تاسیساتو د ځانګړي ساتنې لپاره وي. د بیا رغونې موخه د مشرتابه جوړښت ښه کول، عملیاتي اړتیاوې پوره کول، روحیه لوړول او د FC دننه داخلي څانګې رامینځته کول دي.
آرډیننس FC ته د مختلفو قوانینو لاندې واکونه ورکوي. پشمول د کریمینل پروسیجر کوډ، ۱۸۹۸، د ترهګرۍ ضد قانون، ۱۹۹۷، او د پولیسو امر، ۲۰۰۲. فدرالي حکومت کولی شي د اړتیا په صورت کښې د FC غړو ته اضافي واکونه هم ورکړي. FC اوس واک لري چې د فدرالي حکومت په منظورۍ سره سیمه ایز مرکزونه جوړ کړي ترڅو قومانده او کنټرول ښه شي. د فدرالي ریزرو څانګه به یو څو توکمیز ځواک وي. چې د پاکستان له ټولو سیمو څخه د مختلفو خلکو د استازیتوب هدف لري.
