خیبر پښتونخوا، ټانک، جنډولې کښې پر ایف سي وینګ باندې ترهګرو برید کړی دی.
راپورونه وايي چې نن یو ځانمرګي د کلا په دروازه کښې ځان والوزولو. امنیتي سرچینې وايي چې ځانمرګي موټر کښې ځان والوزولو. په ویډیوګانو کښې د لوګي بادل لیدل کیږي. د چاودنې نه وروسته سختې ډزې هم وشوې.
ټول ۱۰ بریدګر امنیتی ځواکونو په جوابی کاروایی کښی ووژل. منع شوی تحریک طالبان پاکستان د دې برید ذمه واری په غاړه واخیسته.
ده په ۲۰۲۵ کښې د ترهګرې ډلې لخوا دویم ځانمرګی برید دی چې ادعا یې کړې ده. په جنورۍ کښې ټي ټي پي د قاري اسماعیل له وژنې وروسته چې د ډلې لخوا ټاکل شوی سیوري والي و، په قلعه عبدالله کښې د ایف سي په یو کمپاونډ برید کړی و.