به‌روزرسانی دربارهٔ2 hours ago

وزيراعظم شهباز شريف د بهرنيو چارو وزارت ته امر کړی چې په ايران کښې د اتو وژل شويو پاکستاني وګړو مړي هېواد ته د راوړلو لپاره ترتيبات وکړي.دغه اته پاکستانيان د ايران د سيستان او بلوچستان ولايت په مهرستان کښې د موټرو د ترميم په يوه دوکان کښې کار کاوه. چې د پاکستان سره ګډه پوله لري. ټول اته تنه د بهاولپور اوسېدونکي وو او په همدغه دوکان کښې يې ژوند کاوه چېرته چې يې کار کاوه.وسله والو کسانو د شنبې په ورځ دوکان ته ننوتل. هلته يې خلک وتړل او ډزې يې پرې وکړې. بريد کوونکي بيا له هغه ځايه وتښتېدل. د وژل شويو اتو تنو څخه پنځه تنه د دلشاد، نعيم، جعفر، دانش او ناصر په نومونو پېژندل شوي دي. دوه قربانيان، دلشاد او نعيم، پلار او زوی دي.د بلوچ ملي پوځ په نامه يوې منع شوې ډلې د دغه بريد مسووليت منلی دی.يوه امنيتي چارواکي خبري ادارې خبر کده ته ويلي دا پېښه په ايراني خاوره کښې د ترهګرو د شتون او هلته د کار کوونکو بهرنيو وګړو د امنيت په خوندي کولو کښې د ايران د امنيتي ادارو د ناکامۍ په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي.وزيراعظم شهباز شريف په دغه بريد خپله خواشيني او اندېښنه څرګنده کړه. په يوه بيان کښې شهباز شريف وويل چې ترهګري يوه داسې بلا ده چې د سيمې ټول هېوادونه ګواښي. هغه پر ايران هم غږ وکړ چې مسوولين پيدا او سزا ورکړي. د کورنيو چارو وزير محسن نقوي هم دغه بريد وغانده او ويې ويل چې حکومت د قربانيانو له کورنيو سره ولاړ دی.په پاکستان کښې د ايران سفارت هم د ترهګرۍ په غندلو سره دا د سيمې لپاره يوه اوږدمهاله مصيبت او ګډ ګواښ وباله. سفارت زياته کړه د دې شومې پديدې سره مبارزه د ټولو هېوادونو ګډو او ډله ييزو هڅو ته اړتيا لري.دا په ايران کښې په پاکستاني وګړو لومړی داسې بريد نه دی. د روان کال د جنورۍ په ۲۷ مه هم ناپېژانده کسانو په همدې صوبه کښې د سراوان ښار په سرکان محله کښې نهه پاکستاني کارګران وژلي وو. دغه کارګران د ملتان، مظفرګړ او بهاولپور اوسېدونکي وو.د جنورۍ د بريد مسووليت چا نه و منلی. د نهو قربانيانو مړي څلور ورځې وروسته له تفتان څخه ملتان ته په الوتکه کښې لېږدول شوي وو.

نور ولولئ