به‌روزرسانی دربارهٔ6 hours ago

سندھ کې بیا د پولیو یوه پېښه رکارډ شوه، چې سږ کال په پاکستان کې دا دویمه پېښه ده. 

دا نوې پېښه د فرورۍ په ۱۲مه د بدین ضلعې کې وموندل شوه.  تر دې مخکې، سږ کال لومړۍ پېښه ډېره اسماعیل خان کې رکارډ شوې وه. دا پېښه وروسته له هغې وشوه چې پاکستان د فرورۍ له ۷مې تر ۹مې پورې د سږ کال د پولیو لومړی کمپاین پای ته ورساوه.

تېر کال (۲۰۲۴) پاکستان کې ۷۴ د پولیو پېښې وې، حال دا چې تر هغه کال مخکې یوازې شپږ پېښې وې. په ۲۰۲۴ کې، تر ټولو ډېرې پېښې له بلوچستان (۲۷)، ورپسې سندھ (۲۳) او خیبر پښتونخوا (۲۲) څخه راپور شوې. پنجاب او اسلام آباد هم یوه یوه پېښه لرله.

پولیو د واکسین په واسطه مخنیوی کېدای شي او د نړۍ له نورو ټولو هېوادونو نه ختمه شوي ده خو په  افغانستان او پاکستان کښی له تر اوسه هم شته.  د واکسین کمپاینونه تل د مذهبي پروپاګنډو له خوا له خنډونو سره مخامخ شوي دي. په وروستیو کلونو کې، د پولیو د کارکوونکو او هغو امنیتي چارواکو په وړاندې چې د هغوی ساتنه کوي، تروریستي بریدونه هم زیات شوي دي، چې دا د اغېزمن واکسین لپاره یو بل لوی خنډ دی.

نور ولولئ