پاکستاني ګمرک د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ کې د یوه ستر قاچاقيې پلان مخه ونیوله او ۱۵.۲ کیلوګرامې کرسټل مېتامفېټامین (آیس) یې ضبط کړه، چې ارزښت یې له ۹۱۰ میلیونو روپیو (۹۱ کروړه) څخه زیات دی.
د فدرالي عوایدو بورډ (FBR) د خپرې شوې اعلامیې پر بنسټ، د ګمرک د انفورسمنټ ټیم د آیپي-جېسيپي امن میلې په سیمه کې د یوې مسافر وړونکې بس د معمول معاینې پر مهال دغه عملیات ترسره کړل. چارواکو وویل چې نشهيي توکي په درې ځانګړې ډول ډیزاین شویو انورټرونو کې پټ ول.
په ضبط شوو توکو کې د آیس ۱۵ پاکټونه شامل وو چې د نړیوال بازار په نرخ یې ارزښت ۹۱۰.۲ میلیونه روپۍ اټکل شوی دی. د ګمرک ټیم په ځای کې د بس ډرایور او کنډکټر ونیول او پر دوی رسمي FIR درج شوې ده.
پر ګمرک کاروان برید
اعلامیه وايي، کله چې ضبط شوي توکي له آیپي-جېسيپي امن مېلې څخه د دولتي ګودام (State Warehouse) پر لور د انتقال په حال کې ول، نامعلومو وسلهوالو د ګمرک پر کاروان برید وکړ. وسلهوالو بېمخې ډزې وکړې، خو د ګمرک ټیم ژر او مؤثره غبرګون وښود. د ټیم په چټک اقدام سره هم عمله او هم ضبط شوي توکي خوندي پاتې شول.
د خیبر پښتونخوا د وزیر اعلا هدایت: د نشهيي توکو پر سپلایرانو سخت اقدام
بل خوا، د خیبر پښتونخوا وزیر اعلا محمد سهیل آفریدی د ایکسایز، ټیکسیشن او نارکوټکس کنټرول د یوې مهمې غونډې مشري وکړه او په کې یې په ټوله صوبه کې د نشهيي توکو د سپلایرانو او جوړوونکو پر ضد د سختو عملیاتو حکم وکړ.
وزیر اعلا سهیل آفریدی وویل:
«د نشهيي توکو وبا اوس پوهنتونونو ته هم رسېدلې؛ موږ نور د غفلت وس نه لرو. د ځوان نسل د ژغورنې لپاره باید عملي ګامونه اوچت شي.»
هغه په ځانګړي ډول د هیروئین او آیس په څېر توکو د ریښې له منځه وړل ضروري وبلل او ټینګار یې وکړ چې د تولید او ترانسپورت پر خلاف باید یو ګډ او منظّم پلان عملي شي. وزیر اعلا اړوند ادارو ته هدایت وکړ چې د ټولو اړوندو ادارو ګډه یوه ډله جوړه کړي څو ګډ عملیات ترسره شي. هغه وویل:
«پر سلیپر سیلونو کار مهم دی، خو لوی سپلایران او ډیلران باید ونیول شي.»
سهیل آفریدی د نشهيي توکو پر ضد د ‘زېرُو ټالېرنس’ پالېسي اعلان کړه او ویې غوښتل چې عملیات باید په اغېزمنه توګه ترسره شي: «بېځایه خلک مه ځورئ، پر ریښتینو مجرمانو عمل وکړئ.» هغه ډاډ هم ورکړ چې حکومت به بشپړ ملاتړ چمتو کړي.
په پای کې یې دا هم وویل چې ضبط شوي نشهيي توکي باید په سمه توګه له منځه یوړل شي او یقیني به کړي چې دا توکي هیڅکله بیا بازار ته ونه رسیږي.



