وفاقی حکومت په اصولي توګه دا پرېکړه کړې چې د فیډرل کانسټبلري مرکز له پېښور څخه اسلام آباد ته ولېږدوي. د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د دې منصوبې لپاره د ځمکې په ګوته کولو او د نوي مرکز د ماسټر پلان جوړولو سپارښتنه کړې ده.
د کورنیو چارو وزارت له لوري په یوه خپره شوې وینا کې راغلي چې دا پرېکړه د محسن نقوي په مشرۍ په یوه مهمه غونډه کې شوې چې په سي ډي اې مرکز کې جوړه شوې وه. په دې غونډه کې د کورنیو چارو وزیر مملکت طلال چوہدري، د کورنیو چارو مرکزي سکرټری، د فیډرل کانسټبلري کمانډنټ او دپټي کمانډنټ، د سي ډي اې مشر، د اسلام آباد پولیسو ايي جي او د اسلام اباد ډي سي په ګډون نورو لوړ پوړو چارواکو هم برخه اخیستې وه.
د وینا له مخې د کورنیو چارو وزیر د سي ډي اې چارواکو ته لارښوونه کړې چې د فیډرل کانسټبلري مرکز او روزنې اړتیاوو لپاره په دارالخلافه کې مناسبه ځمکه خاص کړي.
وزیر په دې موقع وویل چې حکومت غواړي فیډرل کانسټبلري په عصري بنسټونو ودروي او یوه منظمه او ډېره فعاله قوه ترې جوړه کړي. هغه وویل چې د دې ګام مقصد د قوې د کارکردګۍ ښه کول او د راتلونکو ننګونو سره د مقابلې لپاره یې چمتو کول دي.
د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه چې دا لېږد به نه یوازې د فیډرل کانسټبلري اداري کارکردګي ښه کړي بلکې د دارالخلافه امنیتي سیسټم به هم لا پیاوړی کړي.