به‌روزرسانی دربارهٔ4 hours ago

د خالي (شنبه) په ورځ د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ځانګړي استازي ایډم بوهلر د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر وکړو. هغه د بنديانو په چارو کې دنده لري. په دې پلاوي کې د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد هم شتون لرلو. دوی په کابل کې د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره وکتل.

​د طالبانو د سرپرست حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د امریکا د پلاوي کابل ته راتګ پر خپله اېکس پاڼه تایید کړو. د فطرت په وینا په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو د خلکو ستونزو او په افغانستان کې د پانګونې او نورو فرصتونو په اړه تفصیلي خبرې وشوې.

​د حمدالله فطرت د معلوماتو له مخې دواړو خواوو ټینګار وکړو چې د دوه اړخیزو اړیکو په اوسنیو او راتلونکو مسایلو په خاص توګه د هغو خلکو په اړه خبرې اترې به دوام لري چې په دواړو هېوادونو کې بندیان دي.

​هغه پر خپله اېکس پاڼه وویل چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د دوحې پخوانیو خبرو ته په اشارې وویل چې اوس د اړیکو د عادي کولو لپاره ښه فرصت دی او د دوه اړخیزو اړیکو په لار کې داسې څه پېچلې ستونزې نشته چې حل یې ډېر سخت وي.

​د حمدالله فطرت په وینا د امریکا د پلاوي مشر د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې په وروستیو زلزلو خواشیني څرګنده کړه او کابل ته خپل پخوانی سفر یې ګټور وباله.

هغه وویل چې دواړه لوري باید د خپلو تېرو ملاقاتونو په دوام هڅې وکړي ترڅو ښې پایلې ترلاسه شي.
​د فطرت په خبره د امریکا د پلاوي مشر زیاته کړه چې هېواد یې د ولسونو انتخابي ازادۍ ته درناوی لري او پر افغانانو هېڅ شی نه مسلط کوي.

​حمدالله زیاته کړه چې په دې لیدنه کې د هغو فرصتونو په اړه هم بحث وشو چې د دواړو هېوادونو په ګټه دي.

نور ولولئ