د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی ښاغلي علي امین ګنډاپور پرون (جمعه) په اسلامآباد کې د طالبانو له سفیر سره ولیدل. په دې لیدنه کې ورسره د صوبی د اطلاعاتو وزیر محمد علي سیف او د پاکستان د ملي شورا غړی، فیصل امین ګنډاپور هم ملګري وو.
وزیر اعلی صاحب په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له امله د وژل شویو کسانو روح ته دعا وکړه او له ټپیانو او زیانمنو کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړه. هغه وویل چې د خیبر پښتونخوا حکومت او خلک په دې سخت وخت کې د خپلو افغان وروڼو ترڅنګ ولاړ دي او تیار دي چې له زیانمنو سره هر ډول مرسته وکړي.
په پاکستان کې د افغانستان سفیر محمد سردار احمد شکیب د خیبر پښتونخوا د حکومت له خواخوږۍ او ملاتړ څخه مننه وکړه او ویې ویل چې د دواړو هېوادونو د خلکو ګډې ګټې یوازې په متقابل احترام، رښتینې پوهې او عملي همکارۍ سره خوندي کېدای شي. هغه همداراز وغوښتل چې د افغان کډوالو، زدهکوونکو، ناروغانو او مسافرو لپاره په پاکستان کې نورې اسانتیاوې برابرې شي.
په دې ناسته کې دواړو لورو د خپلمنځي اړیکو پر پراختیا، د سوداګریزې او اقتصادي همکارۍ پر پیاوړتیا، د خلکو ترمنځ د تګ راتګ پر اسانتیا او د ستونزو سره مخ افغان کډوالو پر ستونزو د حل ټینګار وکړو.
دوی وویل چې د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو پراختیا نه یوازې د کار او عاید زمینه برابروي، بلکې د سیمې په سوله او سوکالۍ کې هم مهم رول لري.
علي امین ګنډاپور د خپلو خبرو په بله برخه کې زیاته کړه چې خبرې اترې په سیمه کې د دایمي سولې د ټینګښت یوازینۍ لار ده او فدرالي حکومت هم له افغانستان سره خبرو ته خپله چمتووالی ښودلی دی. هغه وویل چي د ترهګرۍ د ختمولو، د کاري فرصتونو د برابرولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو فعالیتونو د پیاوړتیا لپاره دا کار ډېر مهم دی.