د وزيراعظم دفتر له خوا وییل شوي چی د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د پنجشنبې په ورځ د یوې ورځې لپاره د کویټه ښار ته سفر وکړو.
شهباز به سیبي ته نږدې د جعفر اکسپرس په ټرین باندې د ترهګریز برید وروسته په صوبې کښې د قانون او نظم وضعیت بیاکتنه وکړي.
د وزیراعظم سفر هغه ورځ ته ګیږی کله چې امنیتي ځواکونو د ټرین څخه د ترهګرو لخوا نیول شوي یرغملو د خلاصون لپاره عملیات پای ته ورسول.
د ISPR له خوا یو بیان خپور شوی چې وايي امنیتي ځواکونو په دې برید کښې ښکیل ټول ۳۳ ترهګر ووژل. په بیان کښې ویل شوي چې په دې پېښه کښې هیڅ یرغمل زیانمن شوی نه دی.
ISPR وايي چې د عملیاتو په پیل کښې ۲۱ مسافر شهیدان شوي وو او په مجموعي ډول څلور FC سرتیري شهیدان شوي دي.
په دې عملیاتو کښې د پاکستان پوځ ، د پاکستان هوايي ځواک، فرنټیر کانسټیبلري او د ځانګړي خدمت ډلې سرتیري برخه اخیستې وه چې په ډیر احتیاط سره ترسره شوي وو. د عملیاتو د موقعیت د لرې والي او د موقعیت د ستونزو له امله هم ډېرې ستونزې را منځ ته شوې وې.
په ټرین د کویټه څخه شاوخوا ۱۵۰ کیلومټره لرې سیبي ته نږدې سیمه کښی برید شوی وو. ترهګرو د ریل پټلۍ یوه برخه ویجاړه کړه او وروسته یې مسافران، ښځې او ماشومان یرغمل کړل.
دا برید د بندیز لاندې بلوچ آزادۍ ځواک (BLA) د برید ذمه واری په غاړه واخیسته. د ISPR د جنرال قومندان احمد شریف چوهدري وویل چې د عملیاتو پای ته رسېدو وروسته د لوبې قواعد بدل شوي دي.