په شانګله کښې په يوې امنيتي پوسټ بريد د پوليسو لخوا په برياليتوب سره شنډ شو.
د پوليسو د بيان له مخې د شانګلې د چګلا پوليس سټيشن په حدودو کښې د شيکولۍ په امنيتي پوستې باندې ترهګرو په درنو وسلو سره بريد وکړ.
په امنيتي پوسټ کښې اووه نهه پوليس موجود وو چې سخت ځواب يې ورکړ او بريد کوونکي يې په تيښتې مجبور کړل. بريد شاوخوا څلور ساعته روان و او د الوچ پوليس سټيشن څخه هم يو کنډک د محاصره شويو پوليسو سره د مرستې لپاره واستول شو.
په هرصورت د درنو وسلو کارولو د امنيتي پوسټ جوړښت ته سخت زيان ورساوه
د پوليسو په بيان کښې ويل شوي چې بريد د فتنه الخوارج لخوا شوی و. دا هغه نوم دی چې حکومت د تېر کال راهيسې د تحريک طالبان پاکستان لپاره کاروي.
د کال په لومړيو دريو مياشتو کښې د پوليسو چارواکو امنيتي ځواکونو پرسونل او ملکي وګړو په ګډون ټول ۱۵۲ کسان په ترهګريزو بريدونو کښې ووژل شول. په ځواب کښې امنيتي ځواکونو يوازې په خيبر پښتونخوا کښې ۱۵۸ ترهګر ووژل.