د سرچینو په وینا د هند د استخباراتي ادارې را یو لوړ پوړی ډیپلومیټ هریش کمار، پاسپورټ شمېره یې ډی۱۱۵۶۱۸۱ ده. د افغان چارواکو د ناغوښتل شوي شخص په توګه له افغانستانه وویسته شو.
سرچینې وایي چې هریش کمار د پاکستاني طالبانو او په کابل کې د طالبانو ضد عناصرو سره د اړیکو او هڅولو په تور له افغانستان څخه ایستل شوی. نوموړی د هند د هماچل پردېش صوبی اوسېدونکی دی او په کابل کې د طالبانو واک ته له رسېدو وروسته هلته د هند په سفارت کې د اړیکو افسر په توګه ټاکل شوی و.
د معلوماتو له مخې هریش کمار څه موده وړاندې له کابله ډیلي او بیا قطر ته تللی و. چې هلته یې د طالبانو ضد له ځینو افغان مشرانو سره لیدنې کړې وې. په دغو لیدنو کې هغه پر یوې داسې غونډې خبرې اترې کړې وې چې پخوا په پاکستان کې جوړېدونکې وه خو وځنډول شوه. هریش کمار د طالبانو ضد له مشرانو سره د دې غونډې د قطر یا دوبۍ کې جوړولو لپاره په اړیکه کې و.
هریش کمار د اګست په ۱۳مه له قطر څخه ډیلي او بیا کابل ته راستون شو. د اګست په ۱۵مه هغه د کابل د ښارِ نو په سیمه کې په یوه هوټل کې د طالبانو ضد له افغان وګړو سره پر لیدنه بوخت و. چې په همدې مهال د طالبانو استخباراتي ادارې جي ډي ای پر هوټل چاپه ووهله او افغان وګړي یې ونیول.
د اګست په ۱۶مه طالب چارواکو په کابل کې د هند سفارت چارواکي وغوښتل او هغوی ته یې د هریش کمار د سمدستي ایستلو پرېکړې په اړه خبر ورکړو. له دې وروسته هریش کمار د اګست په ۱۷مه ډیلي ته روان شو.