به‌روزرسانی دربارهٔ5 hours ago

لیکوال: ریاض حسین

​پاکستان یو ځل بیا د ترهګرۍ له څپې سره مخ دی. دا ستونزه یوازې له پولې هاخوا د خطرو له امله نه ده بلکې تر ټولو لویه وجه یې د هیواد دننه سیاسي اختلافونه دي. د امریکا د دی ڈپلومیټ مجلې د یوه راپور له مخې د مرکزي او خیبر پښتونخوا حکومتونو تر منځ ژور وطن د دې سبب شوی چې د ترهګرۍ پر ضد څه ملي تګلاره جوړه نه شي.

​د پښتونخوا خبریال او شنونکي رفعت الله اورکزي خبرکدا رسنۍ ته وویل چې د پاکستان په جګړه کې ډېر ابهام او بې باوري شتون لري. دا ابهام یوازې د اسلام آباد او پېښور تر منځ نه بلکې د امنیتي ادارو دننه هم شته. هغه وویل چې د خیبر پښتونخوا حکومت اکثراً له پوځي عملیاتو سره مخالفت کوي. مرکزي حکومت له دې صوبې سره په مناسبه توګه مرسته نه کوي. اورکزي خبرداری ورکړه چې دا اختلافونه بدامنۍ ته لاره هواره وي او زیاته یې کړه چې په پښتونخوا او پخوانیو قبایلي سیمو کې یو ځل بیا د ترهګریزو بریدونو او هدف ګرځول شوو وژنو پېښې زیاتې شوي دي.

​وضعیت هغه وخت نور هم پېچلی شو کله چې د پاکستان تحریک انصاف (PTI) مشر عمران خان له اډیاله زندان څخه په دې صوبه کې د روانو ترهګریزو عملیاتو د بندولو غوښتنه وکړه. شنونکي وايي چې د عمران خان دې دریځ د پښتونخوا حکومت موقف کمزوری کړی او د خلکو اندېښنې یې نورې هم زیاتې کړې دي. په دې وروستیو کې په دیر بالا کې په یوه برید کې د اوو سرتېرو وژل کېدو دې بحران ته نور شدت ورکړو.

​د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته راتګ وروسته په پاکستان کې په خاص توګه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ترهګرو بریدونه ډېر شوي. خو د دې اختلافاتو د ختمولو پر ځای د اسلام آباد او پېښور حکومتونه په بېلابېلو لارو روان دي. د امریکا د واشنګټن پوسټ اخبار یوه لوړ پوړي خبریال لیکلي چې مرکزي حکومت پوځي عملیات یوازینۍ حل لاره بولي. د پښتونخوا حکومت د ناقانونه ډلو سره د خبرو اترو پلوي کوي. هغه خبرداری ورکړه چې دا اختلاف سیاسي بې ثباتي رامنځته کوي. چې له امله یې ترهګرو ته د خپلو بریدونو د زیاتولو جرئت پیدا کیږي.

​تاریخ ښیي چې د ناقانونه ډلو سره خبرو اترو تل دوی ته د بیا تنظیم او ځواکمنتیا فرصت ورکړی. د عمران خان د واکمنۍ پر مهال (۲۰۱۸-۲۰۲۲) په سوات کې د یوه جنجالي پروګرام لاندې زرګونو تحریک طالبان پاکستان (TTP) وسله والو او د هغوی کورنیو ته د بېرته راتلو اجازه ورکړل شوه. منتقدینو دا ګام د افغان طالبانو د خوشحالولو ستراتیژي بللې وه. خو په عمل کې دا هڅه ناکامه شوه او وسله والو له دې فرصت څخه په ګټې اخیستنې خپلې شبکې بیا جوړې کړې او له پولې هاخوا بریدونه یې ډېر کړل.

​له دې ناکامیو څخه په زده کړې سره د مسلم لیګ (ن) په مشرۍ اوسني ایتلافي حکومت او امنیتي ادارو د TTP سره د هر ډول خبرو اترو مخه نیولې او پر سختو اقداماتو یې ټینګار کړی. خو شنونکي وايي چې په پښتونخوا کې پخوانیو عملیاتو هم کومه دایمي بریا نه ده ترلاسه کړې. وسله وال په پرلپسې توګه بریدونه کوي. په دې وروستیو عملیاتو کې په بنو کې پر یوه کمپ د برید وروسته ۶ پوځي سرتېري ووژل شول، او په مومند، شمالي وزیرستان او بنو کې ۱۹ وسله وال وژل شوي. په همدې ډول، په باجوړ کې د کرکټ د لوبې پر مهال په یوه بمي چاودنه کې یو کس ووژل شو او ګڼ شمېر نور ټپیان شول. په بلوچستان کې هم د نوشکي په سیمه کې په یوه چاودنه کې د فرنټیر کور یو سرتېری ووژل شو او یو شمېر ملکي وګړي ټپیان شول.

​دا پرلپسې بریدونه د پاکستان لپاره د یوه داسې ملي تګلارې عاجله اړتیا په ګوته کوي چې ټول پرې یوه خوله وي. کارپوهان ټینګار کوي چې له سیاسي یووالي او یوه روښانه، همغږي امنیتي پالیسي پرته به ترهګري په هیواد کې بې ثباتي رامنځته کوي. کارپوهان وايي چې د اتحاد نشتوالي پاکستان په داسې وخت کې کمزوری کړی چې له ترهګرۍ څخه ګواښونه مخ په زیاتېدو دي.

نور ولولئ