به‌روزرسانی دربارهٔ4 hours ago

​د افغانستان لپاره د پاکستان خاص استازي محمد صادق په خپل اېکس (پخواني ټویټر) پاڼه لیکلي چې د شنګهای کواپریشن ارګناییزیشن د غړو هېوادونو یوه مشورتي غونډه د جمعې په ورځ په دوشنبې کې جوړه شوې وه. په دې غونډه کې د طالبانو له چارواکو سره د ګټورو اړیکو او د بشري مرستو د اړتیاوو د ملاتړ په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وشوې.

​په غونډه کې ټولو هېوادونو په افغانستان کې د سولې، ثبات او سوکالۍ په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه او موافقه یې وکړه چې په راتلونکي کې به هم دا ډول اړیکې جاري ساتي.

​د محمد صادق په وینا دا خبرې په افغانستان کې د یوې سولې او باثباته فضا د رامنځته کولو لپاره یو مهم ګام دی.

​محمد صادق وویل چې برخه والو موافقه وکړه چې د طالبانو له چارواکو سره به ګټورې اړیکې ټینګې کړي. هغه وویل چې په غونډه کې برخه والو په افغانستان کې د موجودو بېلابېلو ترهګرو ډلو لخوا د شته جدي ګواښونو پر وړاندې د مبارزې پر اړتیا ټینګار وکړو.

نور ولولئ