د پاکستان پوځ د کامیابو عملیاتو په دوران د عبدالصمد په نوم یوه ترهګر اعتراف کړی چې هغه د گل بهادر د ډلې غړی و او نږدې څلور نیم کاله یې په افغانستان کې تیر کړي وو. په دی وخت کی هغه د وسلو استعمالول زده کړل.
هغه وویل چې وروسته منظر خیل ته لاړو. په منظرخیل کې هغه د گل بهادر د ډلې له کمانډر صادق سره ولیدل.
درې میاشتې وروسته هغه شمالي وزیرستان ته راغی او د حافظ گل بهادر ډلې له کمانډر اسد سره یو ځای شو. د عبدالصمد په وینا د مینار په نوم په یوه جومات کې اسد ملا د بمونو، ماینونو او ډرون بمونو جوړولو لپاره پوځ ته بد رد ویل.
عبدالصمد وویل چې په جومات کې د بمونو او ماینونو د جوړولو پرمهال به اسد ملا د ماشومانو جنسي ویډیوګانې چلولې او سندرې به یې ویلې. هغه دا هم وویل چې اسد ملا د بدو کارونو لپاره دوه ماشومان هم له ځان سره ساتلي وو. عبدالصمد وویل کله چې ما د دوی کارونه ولیدل نو ما ته داسې ښکاره شوه چې دا له کافرانو هم بدتر دي.
هغه په خپل بیان کې وویل چې دا خوارج قرآن ته سپکاوی کوي. له ماشومانو سره جنسي تیری کوي او جوماتونو ته سپکاوی کوي.
کله چې عبدالصمد غوښتل له دې ډلې څخه ووځي نو پوځ عملیات پیل کړل. اسد ملا او ملګري یې وتښتېدل خو اسد ملا د تېښتې پر مهال له ټولو څخه موبایلونه او شناختي کارتونه راټول کړې. هغه موبایلونه فارمټ کړل. خو شناختي کارتونه یې له ځان سره یوړل.
عبدالصمد وویل چې د زنګوټي جوماتونه د دغو ترهګرو مرکزونه وو. د دین اکبر، میرزا خان او لاؤد خیل په جوماتونو کې لس، لس کسان موجود وو. د مینار په جومات کې د کمانډر اسد ملا سره پینځلس کسان وو. هغه د ټولو کلیو د جوماتونو کمانډر و.
د خپلو اعترافاتو په پای کې عبدالصمد یو مهم اعتراف وکړو چې ما پنځه کاله د طالبانو او یوازې پنځه ورځې د پوځ سره تیرې کړې. خو ګواهي ورکوم چې پوځ سم او طالبان غلط دي. هغه وویل چې طالبانو به پوځ ته منافقان ویل خو د پوځ له چلند لیدلو وروسته دا حقیقت روښانه شو چې طالبان پخپله منافق دي.
عبدالصمد خلکو ته پیغام ورکړو چې خپل ماشومان له دې خلکو څخه لرې وساتي او له پوځ سره همکاري وکړي.
د هغه اعتراف بیا دا ثابته کړه چې د اسلام په نوم د فساد خپرولو کوونکو هدف د دین خدمت نه بلکې د خپلو شخصي غوښتنو پوره کول دي. اوس وخت راغلی چې د دوی خلاف پریکنده وار وشي.