به‌روزرسانی دربارهٔ12 hours ago

د خیبر پښتونخوا د لوئر دیر په سربانډه سیمه کې د امنیتي ځواکونو او ترهګرو تر منځ په یوه سخته نښته کې لږ تر لږه اووه عسکر شهیدان شوي او ۱۰ نور ټپیان دي. دا نښته هغه وخت وشوه کله چې د پولیسو او ۱۸۴ وینګ دیر سکاؤټس لخوا یو ګډ تلاشي او برید عملیات روان وو.

​د پولیسو ویاند په وینا د سربانډه په میدان کې د ترهګرو عناصرو د فعالیتونو او مشکوک حرکت په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو وروسته دا عملیات پیل شول. په عملیاتو کې د ترهګرو سره سختی ډزې وشوې. د رسنیو د راپورونو له مخې په دې ډزو کې لس ترهګر وژل شوي دي.

​د سیمه ایزو سرچینو په وینا د ډزو په دې تبادله کې د ۱۸۴ وینګ اووه عسکر شهیدان شوي. په شهیدانو کې نائیک جلیل خان، لانس نائیک عظمت، سپاهي فضل المالک، سپاهي داود، سپاهي امجد، سپاهي فضل قیوم او نائیک ګل جان شامل دي. د دی نه علاوه ۱۳ عسکر ټپیان شوي او څو تنه نور ورک شوي. د موندلو لپاره یی تلاشي عملیات روان دي.

​په ټپیانو کې صوبیدار خان بادشاه، حوالدار انعام الله، حوالدار شاه زیب، سپاهي ذوالفقار علی، سپاهي عطا الرحمن، سپاهي عبدالحلیم، سپاهي محمد ریحان، سپاهي راحت الله، سپاهي منظور، سپاهي سلیم، سپاهي شاه زیب او نور ځوانان شامل دي. په دې اپریشن کې د څو عسکرو د ورکېدو په اړه متضاد خبرونه خپاره شوي دي.

​د پولیسو د چارواکو په وینا پولیس، ایلیټ فورس او دیر سکاؤټس په زیاته اندازه په سیمه کې موجود وو او اپریشن روان وو.

​د دې سره د ډیره اسماعیل خان په جھوک منګل سیمه کې امنیتي ځواکونو یو بریالی اپریشن وکړو. د استخباراتي معلوماتو په بنیاد په دې اپریشن کې په ډزو کې یو ترهګر ووژل شو. د امنیتي سرچینو په وینا نور ترهګر په تیښته بریالي شول. امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او د تلاشي اپریشن یې شروع کړي دي.

نور ولولئ