به‌روزرسانی دربارهٔ11 hours ago

په گوادر کې د فیډرل انویسټیګیشن ایجنسۍ (F.I.A) کمپوزټ سرکل په لویه کارروایۍ کې هغه ۲۹ کسان نیولي چې په غیر قانوني توګه یې د سمندر له لارې ایران ته د تلو هڅه کوله. په نیول شوو کسانو کې یو ایراني وګړی هم شامل دی.

​د FIA ویاند په وینا دا کسان د جیواني له سیمې څخه هغه وخت ونیول شول کله چې دوی د سمندري لارې له پاکستان څخه ایران ته روان وو. د لومړنیو تحقیقاتو څخه معلومه شوې چې دا کسان له ایران څخه نورو هېوادونو ته په غیر قانوني توګه د تګ اراده لرله.

​د راپورونو له مخې نیول شوي کسان د پاکستان له بېلابېلو ښارونو سره تړاو لري. په دوی کې ۶ کسان د بنو، ۴ د فیصل آباد، ۵ د مالاکنډ، ۴ د ملتان او خانیوال، او ۲ د بونیر اوسیدونکي دي. د دې ترڅنګ نور کسان د حافظ آباد، وزیرستان، وزیر آباد او کراچۍ اوسیدونکي دي.

​FIA د ټولو نیول شوو کسانو پر ضد مقدمې درج کړې او نورې پلټنې یې پیل کړې دي. دا کارروایي د انسان قاچاق پر ضد د روانو عملیاتو یوه برخه ده.

نور ولولئ