د ډیپلومیټ د نوي راپور له مخې په پاکستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې روانه مبارزه د ژورو سیاسي وېشونو له امله زیانمنه شوې ده. راپور په خاص توګه د مرکزي حکومت او د خیبر پښتونخوا د صوبايي حکومت ترمنځ د ترهګرۍ ضد تګلارو کې مهم فرق لري. چې د ملي یووالي د رامنځته کولو مخه نیسي.
راپور وایي چې دا ډول بېلابېلې تګلارې د سیاسي مشرانو لپاره د ترهګرۍ مخ پر ودې چیلنج سره د مبارزې لپاره د یوې هراړخیزې تګلارې جوړول ستونزمن کړي دي. په خاص توګه د ۲۰۲۱ کال وروسته له هغه چې طالبان په افغانستان کې واک ته راستانه شول. له پولې هاخوا د ترهګریزو بریدونو زیاتوالی، په خاص توګه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې دا ستونزه لا زیاته کړې ده.
د راپور یوه کلیدي برخه د تحریک طالبان پاکستان (TTP) په اړه د پالیسۍ فرق ښیي. راپور وایي چې د پاکستان د ترهګرۍ ضد تګلاره په تاریخي لحاظ د اورپکو ډلو پر وړاندې د پوځي عملیاتو او خبرو اترو ترمنځ بدله شوې ده.
د بېلګې په توګه د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۲ کلونو ترمنځ د عمران خان د لومړي وزارت پر مهال تحریک انصاف (PTI) د تحریک طالبان پاکستان د چیلنج د کنټرول لپاره د خبرو اترو پالیسي غوره کړه. د خان په تګلاره کې د زرګونو TTP ترهګرو بیا میشت کیدل او له دې ډلې سره خبرې اترې شاملې وې. چې هغه وخت د تاوتریخوالي د کمولو لپاره یو عملي ګام بلل شوی و.
راپور پر دې تګلاره نیوکې هم په ګوته کوي. د پاکستان په پالیسي جوړونې حلقو کې منتقدینو استدلال وکړ چې دا د خیبر پښتونخوا میشتو سیاسي ډلو له خوا د TTP پر وړاندې د افغان طالبانو د همکارۍ ترلاسه کولو یوه هڅه وه. په ښکاره ډول د دې پالیسۍ مقصد له کابل سره د ښو اړیکو جوړول وو. خو دا پریکړه په شا وتمبول شوه ځکه چې یوازې د هغو وسله والو هڅول وو چې پاکستان ته راستانه شوي وو او د پولې هاخوا نفوذ لپاره یې ځای ورکړو.
اوسنی د مسلم لیګ (ن) په مشرۍ حکومت د دولتي بنسټونو سره یوځای، د TTP سره خبرې اترې رد کړې دي. خو راپور وړاندیز کوي چې د پالیسۍ دا بدلون د تحریک انصاف په مشرۍ د خیبر پښتونخوا حکومت لخوا په مکمله توګه نه دی منل شوی. چې د ملي ترهګرۍ ضد هڅو ته یې نور هم ستونزې جوړې کړي. د ډیپلومیټ په وینا دا متضادې تګلارې د ترهګرۍ د مخ پر ودې ګواښ سره د پاکستان د مبارزې وړتیا ته سخت زیان رسوي.