به‌روزرسانی دربارهٔ3 hours ago

نن بیا د تورخم په پوله د پاکستان او افغانستان جرګه کیږي چې ستونزې حل کړي. دا غونډه د غرمې په یو نیمه بجه د افغانستان په طرف کښې کیږي چې د دواړو هیوادونو استازي ګډون کوي.

د پاکستاني ډلې مشر سید جواد حسین کاظمي وایي چې د پاکستان ۳۰ کسیزه جرګه په خبرو کښې برخه اخلي. کاظمي ټینګار کوي چې د تورخم لارې پرانیستل په دې پورې تړلي دي چې افغان ځواکونه هغه جنجالي ودانیو جوړول ودروي.

هغه وایي که افغان چارواکي دا جنجالي ودانۍ ړنګې کړي نو تاوتریخوالی به کم شي. هغه دا هم تایید کړه چې د جرګې د خبرو پر مهال به اوربند وي.

د افغان جرګې مشر حاجي ګل مراد تایید کړه چې افغان ډله به د افغان چارواکو سره تر مشورو وروسته په ټاکلي وخت تورخم ته ورسیږي. مراد هیله څرګنده کړه چې د نننۍ غونډه ډېره مهمه ده او افغان حکومت هم د ستونزو حل غواړي.

د تورخم پوله د ودانیو پر سر د شخړې له امله له نولسو ورځو راهیسې تړلې ده  چې د کسټم د ذرایعو په وینا دواړو هیوادونو ته په بلینونه روپۍ تاوان رسولی دی.

دا ستونزه هغه وخت پیل شوه چې پاکستان افغان چارواکي د پولې په صفري نقطه کښې د یو پوسټ له جوړولو څخه منع کړل. کله چې منع شول، افغان چارواکو ځایونه ونیول او تاوتریخوالی یې زیات کړ. په ځواب کښې پاکستان پوله وتړله او خپل کارکونکی یې لنډي کوتل ته ولېږدول.

نور ولولئ