به‌روزرسانی دربارهٔ6 hours ago

د افغانستان په کندز ولایت کې د بانک نه بهر یوې چاودنې لږ تر لږه پنځه کسان ووژل او اوه نور یې ټپیان کړل.

دا چاودنه د سه شنبې په ورځ د کندوز ښار کې د کابل بانک څانګې ته نږدې هغه وخت وشوه، کله چې خلک د خپلو معاشونو د اخیستو لپاره راټول شوي وو. چاودنه د څو راپورونو له مخې سهار وختي ۸:۳۵ بجې وشوه.

د کندوکز د پولیسو ویاند جمعه دین خاکسار تایید کړه چې دا برید د ځانمرګي برید په وسیله شوی چې له چاودیدونکو توکو څخه پکې کار اخیستل شوي وو.

خاکسار دا هم څرګنده کړه چې په وژل شویو کسانو کې د طالبانو غړي هم شامل وو.  همدارنګه په مړو شویو کې ملکي وګړي او ملکي کارمندان هم وو.  یو مړ شوی کس د بانک ساتونکی  پیژندل شوی دی.

تر اوسه هیچا د دې برید مسوولیت نه دی منلی. خو، خاکسار وویل چې د برید تر شا د هغو کسانو د موندلو او نیولو لپاره یې څیړنې پیل کړي دي.

بمباري بریدونه، چې پخوا ډېرپېښېدل، په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسیدو او د امریکا د پوځ له وتلو وروسته  کم شوي دي.

خو، هیواد لا هم د اسلامي دولت د خراسان څانګې له ګواښ سره مخ دی.  که څه هم طالبان ادعا کوي چې داعش خراسان یې مات کړی، خو په ټول هیواد کې بریدونه لا هم کیږي.

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستۍ  بیانې په ځواب کې چې  د وتلو پر مهال پاتې شوي وسلې به وسپارل شي،  طالبان حکومت وویل چې د داعش خراسان  پروړاندې د جګړې لپاره نورو وسلو ته اړتیا ده.

نور ولولئ