به‌روزرسانی دربارهٔ4 hours ago

د وسله والو ډلې لخوا په زهري ښارګوټي برید تېره چهارشنبه سهار وختي، یوې ډلې ډېرو وسله والو کسانو د بلوچستان په خضدار ضلع کښې پر زهري ښارګوټي همغږي برید وکړ. په دې برید کښې حکومتي ودانیو ته ډېر زیان ورسېد او ډېرې پیسې هم وتښتولی شوې. دا بې باکه برید څو ساعته روان وو او وسله والو د امنیتي ځواکونو له راتګ او د کنټرول له بېرته نیولو مخکې د ښار اصلي بازار او شاوخوا سیمې ونیولې.

برید د سه شنبې په شپه شاوخوا ۱۱ بجې پیل شو کله چې نږدې ۸۰ وسله وال په پنځو موټرو او څه باندې شلو موټرسایکلونو کښې له نږدې غرونو څخه زهري ته ننوتل. دوی ژر تر ژره په ټول ښار کښې پوسټ جوړ کړل او په دې توګه یې د امنیتي ځواکونو هر ډول فوري غبرګون مخه ونیوله.

د راپورونو له مخې د وسله والو هدفونه مهم حکومتي تاسیسات وو. د لیویز ځواکونو پر یوه پوسټ برید وشو. پرسونل یرغمل ونیول شول او ودانۍ ته اور واچول شو. ریکارډونه لوټ شول او جوړښت او منځپانګو ته یې ډېر زیان ورسېد.

په کویټه کښی میشته بانکي چارواکو په وینا د یوه خصوصي بانک پر څانګه هم برید وشو. له امله یې د بانک له خزانه څخه څه باندې ۹۰ میلینونه روپۍ وتښتولی شوې. کارمندان هم د غلا په وخت کښې یرغمل نیول شوي وو.

د وران کارۍ او تخریب نورو کړنو د زهري ښاروالۍ دفترونه او د نادرا سیمه ایز دفتر هم په نښه کړل. دواړه ودانۍ لوټ شوې، ریکارډونه، کمپیوټرونه او نور مهم وسایل په اور وسوځول شول. د ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو ویډیوګانو له مخې، وسله والو د یو جومات لاوډ سپیکر استعمال که او خپل شتون یی اعلان کړي او راټولو شویو اوسیدونکو ته په سیمه کښی خپل کنټرول وښودلو.

بلوچ لیبریشن آرمي (BLA) د دې برید ذمه واری په غاړه واخیسته.

د زهري په منځ کښې د ډېرو وسله والو ډلې د شتون په اړه د استخباراتي راپورونو له ترلاسه کولو وروسته امنیتي ځواکونو سمدستي غبرګون وښود او د اغیزمنې شوې سیمې شاوخوا یې کلابندي کړه. د دوی مقصد دا وه چې وسله والو ته د تېښتې مخه ونیسي او علاقه کنټرول کړي. او د نور احتمالي زیان او مرګ ژوبلې مخه ونیول شي. یو هر اړخیز عملیات سمدستي پیل شول چې د ځمکنیو ځواکونو او هوایي ملاتړ ترمنځ همغږي هڅې پکې شاملې وې. پوځي چورلکې د هوایي څارنې لپاره ځای پر ځای شوې وې. ترڅو امنیتي ځواکونه د وسله والو پر خوځښتونو څارنه وکړي او ځمکنیو قطعاتو ته تکتیکي ملاتړ چمتو کړي.

د کلات کمشنر نعیم خان بازي رسنیو ته وویل چې وسله وال په پنځو موټرو ، څه باندې شلو موټرسایکلونو لو اتومات وسلو سمبالولو سره زهري ته ننوتل. هغه وویل چې دوی لږ تر لږه اته ساعته په سیمه کښې پاتې شول. هغه زیاته کړه چې کله امنیتي ځواکونو عملیات پیل کړل. نو وسله وال وتښتېدل او له ځانه سره یې د لیویز دوه موټر، شل کلاشینکوفونه، څلور زره مرمۍ او لس موټرسایکلونه یووړل.

نور ولولئ