په اسلام آباد کښې د مري روډ پر مدرسه د روانو خبرو اترو په اړه مثبت پرمختګ شوی دی. حکومت او علما کرامو هوکړه کړې چې د دې مسلې هواري لپاره به نور ۴۸ ساعته وخت ورکړي.
د حکومت له لوري د کورنیو چارو وزارت پخوانی وزیر طلال چوہدری د اسلام آباد کمشنر، آيي جي اسلام آباد او د ډپټي کمشنر اسلام آباد په دې خبرو اترو کښې شامل و. بل پلو د علماو لخوا مولانا غفور حیدری او د نورو علماو يو پلاوی حاضر و. دا خبرې تېره شپه شروع شوې وې چې د علماو پر غوښتنو پکې ژور بحث وشو.
د خبرو اترو مقصد د دينی، قانونی او نورو ټولو اړخونو په پام کښې نیولو سره دې مسلې ته سوله ییزه حل لټول دي. د دې لپاره به د کورنیو چارو وزیر سره نورې مشورې هم وشي. په دې دوران کښې به هیڅ لوری یو اړخیز اقدام نه کوي. چې د خبرو اترو فضا خرابه نه شي.
تمه ده چې ډېر ژر به دا لانجه په سوله ییزه توګه هواره شي او دواړه خواوې به په خپله خوښه یوه وروستۍ پرېکړه وکړي.