په باجوړ کښې د ګل (دوشنبه) په سهار ۱۱ بجو څخه تر شپې ۱۱ بجو پورې ۱۲ ساعته کرفیو لګول شوې دی.
ضلعی انتظامیې ویلي دی چي دا کرفیو به د باجوړ په ټولو مهمو سړکونو وي.
د دې ترڅنګ په ماموند تحصیل کښې د یو خاص اپریشن له وجې د درو ورځو لپاره مکمل کرفیو لګول شوې ده. دا کرفیو د اګست په ۱۱مه، د ګل په سهار ۱۱ بجې شروع شوې او د اګست په ۱۴مه د سهار ۱۱ بجو پورې به دوام وکړي. دا کرفیو به د تحصیل په نږدې ۲۷ سیمو کښې وي.
ضلعی انتظامیې له خلکو غوښتي چې د سهار ۱۰:۳۰ بجو پورې خپل ټول کارونه خلاص کړي او کورونو ته لاړ شي. دوی خبرداری ورکړی چې که څوک د کرفیو سرغړونه وکړي. نو د هر ډول پېښې مسوولیت به پخپله د هغه په غاړه وي.
په ماموند تحصیل کښې د حالاتو خرابوالي له وجې ډېر خلک کډه شوي دي. د دې خلکو د مرستې لپاره ضلعی انتظامیې ۱۰۷ دولتي سکولونه او کالجونه خالي کړي دي. د دې ترڅنګ د باجوړ په سپورټس کمپلیکس کښې ۴۵۰ خېمو یو ریلیف کیمپ هم جوړ شوی دی.



