د لکی مروت د نجی تعلیمی ادارو تنظیم او د لکی مروت د پولیسو د افسر محمد جواد اسحاق (PSP) ترمنځ یو لیکلی تړون شوی دی. د دې تړون له مخې د لکی مروت د پولیسو شهدا، غازیان، موجوده کار کونکی او د خدمت په وخت کښې وفات شوي کارکوونکو د اولادونو لپاره مفت او رعایتي تعلیمي اسانتیاوې چمتو کېږي. دا تړون د پولیسو کارکوونکو د اولادونو د تعلیم او ښه والي لپاره یو ښه اقدام دی.
د لکی مروت ضلع د پولیسو شهدا، غازیان، حاضر سروس او نورو کارکوونکو د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو د چمتو کولو په اړه د لکی مروت ضلع د ۱۹۷ پبلک سکولونو نماینده تنظیم او د لکی مروت پولیسو ترمنځ یوه تفاهم نامه (MoU) لاسلیک شوی ده. د دې تفاهم نامې مقصد د پولیسو شهدا او نورو کارکوونکو د اولادونو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو پیدا کول دي. د تړون له مخې، د پولیسو شهدا د اولادونو لپاره د لکی مروت په ټولو نجی تعلیمي ادارو کښې تعلیم په پورا توګه مفت دی. د غازیانو او حاضر سروس پولیسو کارکوونکو د اولادونو لپاره د تعلیم په مصارف کښې ۵۰ فیصده رعایت ورکول کېږي. د سروس په وخت کښې د وفات شوي کارکوونکو د اولادونو لپاره هم ۵۰ فیصده رعایت ورکول کېږي.
په دې تړون کښې د لکی مروت د پولیسو افسر محمد جواد اسحاق (PSP) او د لکی مروت ضلعی د ټولو پبلک سکولونو د ټولنې د عهدیدارانو لخوا لاسلیک شوی دی. په دې وخت کښې د لکی مروت د پولیسو افسر وویل چې دا اقدام د پولیس فورس د جوانانو او د دوی د کورنیو د ښه والي لپاره اخیستل شوی دی. او د دوی د اولادونو به د معیاري تعلیم په ترلاسه کولو کښې مرسته کېږي.
د نجی تعلیمي ادارو د صدر عرفان خان وویل چې مونږ په خپل فورس فخر کوو او هغه شهدا ته درناوی کوو چې د خپلې ساتنې، امن او آرام د رامینځته کولو لپاره یې خپل ژوندونه وقف کړي دي او خدمتونه ترسره کوي. زمونږ تنظیم دا فیصله د ګډې مشورې له مخې د دې لپاره کړې ده چې کله د والد سایې شتون لري نو ماشومان په ښو نجی تعلیمي ادارو کښې تعلیم حاصلوی. خو کله چې د پلار سیوری له سر نه پورته شي نو معصوم ماشومان د مالي مسایلو له امله د تعلیمي ستونزو سره مخ کېږي. د دې تړون وروسته د هر شهید پولیس کارکوونکي ماشومان به مفت او د حاضر سروس پولیس کارکوونکو ماشومان به د نیمايي فیسو سره تعلیم ترلاسه کوي.