ده دوشنبي په ورځ په چینايي دفاعي شرکتونو کښې ونډې د پام وړ زیاتوالي کړي دي. دا وروسته له هغه چې راپورونه خپاره شول چې پاکستان پلان لري له چین څخه په لویه کچه پرمختللې وسلې واخلي. بلومبرګ ویلي دي چې په دې وسلو کښې د J-35 سټیلت جنګي الوتکې، KJ-500 هوایي څارنې او کنټرول الوتکې، او HQ-19 بیلسټیک توغندیو دفاعي سیسټمونه شامل دي. دې خبرې په دې سیکټر کښې د پانګوالو لیوالتیا نوره هم زیاته کړې ده.
بلومبرګ زیاته کړې چې اي وي آئي سي شییانګ ائیرکرافټ کمپني چې د J-35 الوتکو جوړونکي دي. ونډې یې په شانګهای کښې خپل ۱۰٪ ورځني حد ته ورسیدې. چې دا پرله پسې دریمه ورځ ده چې ونډې یې لوړیږي. د چین په دفاعي صنعت کښې نورو مهمو لوبغاړو هم د پام وړ لاسته راوړنې درلودې. د بیلګې په توګه د ایروسپیس نانهو الیکټرانک انفارمیشن ټیکنالوجی کارپوریشن ونډې تر ۱۵٪ پورې لوړې شوې دي.
دا خبره د جمعې په ورځ د پاکستاني حکومت لخوا د ټولنیزو رسنیو د یوې پوستې وروسته ده. په کوم کښې چې د ۴۰ J-35 پنځم نسل جنګي الوتکو، د KJ-500 هوایي څارنې او کنټرول (AEW and C) الوتکو او HQ-19 بیلسټیک توغندیو دفاعي سیسټمونو د اخیستلو په اړه تفصیلات ورکړل شوي وو. که څه هم د چین د دفاع وزارت تر اوسه کومه تبصره نه ده کړې. خو د J-35 احتمالي پلور به د چین لخوا د دې پنځم نسل جنګي الوتکې لومړی صادرات وي. چې د خپلو پرمختللو سټیلت وړتیاوو لپاره پیژندل کیږي. دا جیټ الوتکه د ۲۰۲۴ کال په زوهای هوایي نندارتون کښې نندارې ته وړاندې شوه.
د چین د دفاعي سټاکونو دا زیاتوالی وروسته له هغه راځي چې پاکستان مخکې ادعا کړې وه چې چینایي J-10C جنګي الوتکو تیره میاشت د هند شپږ جنګي الوتکې ویشتو کښې رول لوبولی دی. هند د دې وسلو اغیزمنتوب کم ارزولی او ادعا یې کړې چې خپلو ځواکونو د پاکستان په خاوره کښې دننه بریالي دقیق هوایي بریدونه ترسره کړي دي.
